آنلاین پیغام یوه اصلاحي او بې پرې پاڼه ده چي د أهل السنة والجماعة دعقیدې او داحنافو له مسلک سره سم بحثونه او مقالونه نشر ته سپاري موخه يي یوازي داسلامي لارښوونو پلي کول او داسلامي لارښوونو په رڼا کي دژوندانه دبېلابېلو اړخو څېړل دي .
د ۱۴۳۰ هجري کال درمضان المبارک په میاشت کي يي ازمایشي بڼه پرلیکه شوه او اوس يي دادی دالله تعالی په توفیق سره بشپړه بڼه پرلیکه کېږي
الله تعالی ته لاس په دعا یو چي هغه دا برېښنايي پاڼه دفرد، کورنۍ او ټولني په اصلاح کي اغېزمنه وګرزوي.
تاسو داپاڼه په دې پته کتلای شۍ:
له ټولو لوستونکیو مسلمانو وروڼو څخه په ډېر درنښت هیله کېږي چي هغوی ددې پاڼي لینک دنړۍ په ګوټ ګوټ کي خورو ورو وروڼو ته اوخپلو ملګرو ته چي هرچېرته وي یوازي دالله تعالی درضا دحصول په نیت ورولېږي .
مونږ هر ډول مشورو، لارښوونو، نظرونو او دهمدغو پرتمینو موخو چي اعلاء کلمة الله او ددیني پوهني تېتول دی دتحقق لپاره علمي بحثونو ته چي په محلي ژبو (پښتو، فارسي او أردو) کي وي سترګي په لاره یو.
تاسو کولای شئ د پاڼي دټاکلیو برخو لپاره داسي بحثونه چي زمونږ دفرد، ټولني اوکورنۍ لپاره ګټور ثابت شي ولیکئ او مونږ ته يي په دې برېښنا لیک را واستوئ
(مننه)
آن لاين اسلامې لاښود پر ليکه شو
د ان لاين اسلامې لارښود د ننه او بيرون افغانانو لپاره د لوی او متعال خدای ج په فضل او بشپړ نصرت د دينی ښوونی خپرونی پيل کړي .
په دغه ويب پاڼه کې هغه څه را ټول شوي دی چې زده کړه يې د هر مسلمان لپاره فرض ده .
ټول مطالب يې د ډير وخت له ژورو او دقيقو پلټنو د اسلام د اساسی منابعو په رڼا کې کې ترتيب شوي دي .
دغه ويب پاڼه به په لنډ وخت کې ان شآء الله وکولای شي چې د دين ټولی هغه ضروري زده کړي چې زده کړه يې پر هر مسلمان فرض ده چمتو کړي ، تر څو په ډیر اسانه ټوګه هر ورور وکولای شي په اسانی خپل مشکل حل کړي .
نن د فتنو وخت دی او د فتنو پر ولاندې فقط علم او پوهه مقابله کولای شي که علم او پوهه نه وي نو د ايمان د زوال تر حده خطره شته ده .
داسلامې لارښود آساسی هدف ټولنی ته د الهی اوامرو رسول او د بې دينيو ، منکراتو ،بدعتونو او فحاشت پر وړاندی په نقلی ،عقلی او منطقی دلايلو ولاړه مبارزه ده .
http://dawat.katib.org – آن لاين اسلامې لارښود