کور / تازه خبرونه / فاطمی:دروانی ناروغی په ختمولو کی نړیوال باید مرستی وکړی.

فاطمی:دروانی ناروغی په ختمولو کی نړیوال باید مرستی وکړی.

د افغانستان د عامی روغتیا وزارت چارواکی وایی چی د افغانستان ټول وګړی دجګړی او نورو ناخوالو له امله په یوه نه یوه بڼه روانی ناروغی لری.
د عامی روغتیا وزیر ډاکټر سید محمد امین فاطمی دغه څرګندونی د روانی ناروغی پروړاندی د مبارزی دنړیوالی ورځی په لمانځغونډه کی د وینا پرمهال وکړی.
نوموړی وویل چی په څلورو ختیځو ولایتونوکی شپتیه سلمه وګړی په روانی ناروغی اخته دی چی زیاتره یی میرمنی دی او د پاتی نورو ولایتونوپه اړه یی کره شمیره ورنکړه.
ښاغلی فاطمی د روانی ناروغیو د زیاتوالی لامل ناامنی،د سیاسی ثبات نشتوالی، وزګارتیا ،جنسی توپیر او پر نشه یی توکو روږوالی وښود.
نوموړی له نړیوالی ټولنی او دروغتیا پالنی په برخه کی له نړیوالی ټولنی څخه د کلکی همکاری غوښتنه وکړه.
په همدی کال کی د روغتیا د نړیوال سازمان دیوی سروی له مخی په ټوله نړی کی یوسله څلورپنځوس میلیونه وګړی له خفګان،پنځه ویشت میلیونه کسان د عقلی ،یوی نوی میلیونه د الکولو کارونی په سبب او ۱۵میلیونه د نشه یی توکو له استعمال نه کړیږی.