عتيق الله ريس خېل چې له خپل پلارسره دپښتونخوا ته تللی وتېره ورځ پلاراوځوی په داسې حا ل کې دخيبربازاردځانمرګي ښکارشول، چې عتيق الله ريس خېل په کابل کې ديوه خصوصي پوهنتون کاردان څخه سږکال دفراغت سندترلاسه کاوه، خوداعمرپرې دومره لنډشو،چې هيچاهم داسې فکرناکاوه چې ګواکې دې عتيق الله غوندې يوباهمته ځوان شهيد شي.
ځوانيمرګ عتيق الله خواوشادرويشت کاله عمردرلودچې پلرنی ټاټوبی یې دلغمان ولایت دقرغیوولسوالۍ دچارباغ منطقه وه، چې دروسانوله راتګه مخکې دعتيق الله پلارکابل ته راستون شو،چې دخپل منځي جګړووروسته پېښورته لاړل.
دولسمشرکرزي په مشرۍ دلنډمهالې ادارې په راتګ سره کابل ته راستون شول. اودتاینمي په سیمه کې ځای پرځای شول.
ځوانیمرګ عتيق الله دابن سيناموسسې سره چې دروغتیاپه برخه کې کارکوي له اتوکلوراهېسې یې دمحاسب په حيث دنده ترسره کوله اودماښام له خوایې دکاردان پوهنتون دتجارت یاBBA په څانګه کې خپل زده کړې پرمخ بېولې.
دعتیق الله پلارچې شفیق الله نومېده هم په پروني ځانمرګي کې شهيدشواوراښادشفیق الله دIMC نړیوالې موسسې سره کارکاوه.
یاده دې وي چې دپلاراوځوی جنازه دشنبې په ورځ دمیزان په اتلسمه په کابل ښارکې واخیستل شوه.
روح دې ښادوي.