کور / تازه خبرونه / د الازهر په اسلامي پو هنتون كښي په نقاب بنديز ولګېد

د الازهر په اسلامي پو هنتون كښي په نقاب بنديز ولګېد

د ازهر اسلامي نړيوال پوهنتون مشر ستر امام محمد سيد طنطاوي ديو پرمان له مخي د ازهر پوهنتو ن په پوهنځيو او مكتبونو او شپتون ,ليليه,كي د انجونو په نقاب كولو بنديز ولګاوه.

طنطاوي چي خبري ناستي ته يي خبري كولي د قران عظيم الشان په ځنو مباركو اياتونو يي د نقاب فرض ګنل رد كړه او نقاب يي يواځي يو ټولنيز دود وباله.

تيره اوونۍ د ازهر مشر سيد طنطاوي د قاهري په شمال كي دازهر ديو معهد ,مكتب , د ليدنې پر محال ديوي 13كلني جلكۍ پر مخ نقاب وليد طنطاوي هغي ته په غوصه شو او ورته يي وويل چي نقاب فرض نه دي او داسلامي مذهبونو په اجماع د مخ پټول عورت نه دي .

د ازهر داسلامي پو هنتون لوړي شورا په يو بيان كي بيګا ماښام د ازهر پوهنتون د انجونو په څانګه كي د ټولو پوهنځيو او مكتبونو په صنفونو كي په انجونو او ښوونكو د نقاب اچول منع كړي ,بيان كي راغلي چي د ازهر پوهنتون په ښځينه شپتون ,ليليه,كي هم د نقاب په اچولو بنديز دې.

خو بيان زياته وي چي د ياد شو ادارو څخه پرته ازهر د نقاب مخالف نه دي په بازار يا د كار په ځاي كي نقاب كول د ميرمنو په شخصي ازادي پوري تړلي خبر ده .

له بلي لوري په مصر كي ډيرې علماوو دغه پريكړه غندلي ده او دا كار يي د ازهر نوم ته سپكاوي بللي .
په دي لړ كي په مصر كي د اخوان المسلمين ډلي د مصر په پرلمان كي دغه خبره د بحث لپاره راپورته كړي د يادي شوي ډلي يو تن غړې په پرلمان كي د خپلو خبرو په لړ كي د سيد طنطاوي دغه پريكړه په سختو ټكو غندلي او دايي د ازهر تاريخ ته سپكاوي بللي هغه له طنطاوي غوښتي چي د خپل منصب نه دي استفا وركړي هغه زياته كړه چي په داسي بي مسوليتو پريكړو د ازهر درانه نوم او رول ته په ګرده نړي كي زيان رسيږي .

اخوا دمصر د اوقافو وزارت يو كتاب خپور كړي چي پكي يي د نقاب ضد دلايل راټول كړي اونقاب يي يو دود بللي دي او نقاب فرض كول يي ردكړي.