واشنګټن: په سپوږمۍ كښي د امريكا د اوبو پيدا كولو كوښښ ناكام سو. د امريكا خلايي ادارې ناسا په سپوږمۍ كي د اوبو د لټون لپاره راكټ ولېږى. خو هلته د اوبو كوم سورى يا ځاى نه سو پيدا. هبل ټېلي اسكوپ څخه تر لاسه سوي معلوماتو په مطابق له چاودني بعد تر اوسه په سپوږمۍ كي د اوبو څه نښانه معلومه نه سوه.
تر دې مخ كښي هندوستاني مشن په سپوږمۍ د اوبو شته والي ښودلى و.دا د 79 ملين ډالرو مشن (دي لونر كرېټر ابزروېشن اېنډ سينسنګ سيټيلائيټ) په نامه يادېږي.