کور / تازه خبرونه / مک کریسټل اوس شپېته زره پوځیان غواړي

مک کریسټل اوس شپېته زره پوځیان غواړي

فاکس نیوز خبر ورکوئ چئ په افغانستان کئ د امریکایئ پوځ لوی قوماندان جنرال مک کریسټل په ناببره توګه د شپیتو زرو امریکایئ پوځیانو د ورلېږلو غوښتنه وکړه چی پخوا یې د څلوېښتو زرو پوځیانو خواهش کړئ و .

خبر وایي چي هغه په دې تاکتیکي مانوره سره غواړي چي بارک اوباما مجبور کړي تر څو هماغه څلویښت زره پوځیان ور ولیږي چي مخکي یې د لږ پوځیانو د ورلیږلو اشاره رسولې وه . خو انتقاد کونکي وایي چي دا د افغان جنګ د شدت او په هغه کي د امریکا د ستړیا او نامېندۍ لوی دلیل دئ .

د یو بل خبر له مخي چي د پولینډ ټلویزیون ور کړ ویل کیږی چي په جمعه په وردګ ولایت کي هغه مهال دوه پولینډي پوځیان ووژل سول او څلور نور یې هم زخمیان سول چي د هغوی زرهپوش د طالبانو لخوا پر ښخ کړي ماین وربرابر سو .
پولینډ په افغانستان کي ۲۰۰۰ پوځیان لري او تر اوسه یی ۱۵ کسه تلفات ورکړي دي .