کور / تازه خبرونه / د کابل د نن ورځپاڼو ته کتنه

د کابل د نن ورځپاڼو ته کتنه

په كابل كې خپريدونكو ورځپاڼو نن هم تر ډيره له انتخاباتو سره تړلي مسايل راخستي او د افغانستان په روانې وضعې يى تبصرې كړي.

په كابل كې د ازادۍ راډيو همكار حميد مهمند دا ورځپاڼې لوستي او په لاندني مطلب كې يى رانغاړلي دي.

ويسا:

دې خپلواكې د خپل لومړي په سر كې بيا هم د انتخاباتو پر سر روانو بحثونو ته په اشارې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي په حواله ليكلي، چې دغه سازمان هڅه كوي په انتخاباتو كې خپل ناپيلتوب وساتي.

ورځپاڼې په دوام كې د كا ايده په حواله ليكلي، چې حاضر دې پر ده او ملګرو ملتونو باندې د درغليو او د يو كانديد د پلوۍ په اړه لږول شويو تورونو ته ځواب ووايي.

په ورځپاڼه كې په افغانستان كې د ناټو د روان ماموريت تمديد ته هم كتنه شوې او ليكل شوي، چې خلك له ناټو نه د امنيت په ټينګښت كې د همكارۍ تمه لري.

ويسا پخپل لومړي مخ كې په غټو ټكو كې د پښتو د نړيوالې غونډې د پريكړه ليك دا سپارښتنه راخستې، چې پښتو ژبه دې په دولتي ادارو كې په رښتينې توګه پلې شي.

ورځپاڼې وړاندې د پريكړه ليك دا ټكې هم راخستي، چې پر دولتي ادارو سبيره ، د زده كړې، ټكنالوژۍ، رسنيو، عامه چارو او د سوداګرۍ په برخه كې بايد پښتو ژبې ته پراخه كار وشي.

هيواد:

دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې پدې موضوع بحث كړې، چې په افغانستان كې روانو حالاتو او د نړۍ بدليدونكي دريځ ته په پام سره د سولې د خبرو بهير پيل كيداى شي.

ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، چې هو دا خبرې پيل كيداى شي خو لومړې بايد د دواړو لوريو ترمنځ د باور فضا رامنځ ته شي.

ورځپاڼې پخپل لومړي مخ كې د هند په سفارت د شوې وروستۍ حملې په اړه پورته شوي غبرګونونه راخستي او ليكلي، چې د هند صدراعظم او افغان ولسمشر دا حمله د افغانستان او هند د دښمنانو كار وباله.

دې ورځپاڼې هم په يو مطلب كې د كا ايده په وروستيو څرګندونو تبصره كړې او د هغه په حواله يى ليكلي، چې د ملګرو ملتونو دنده په افغانستان كې د انتخاباتو د بهير ملاتړ دې خو پيټر ګالبريټ د حكومت د بدلولو په هڅه كې وو.

اراده:

دې خپلواكې ورځپاڼې بيا د افغانستان په اړه په واشنگټن كې روانو بحثونو ته په اشارې د خپل لومړي مخ په غټ سرليك كې ليكلي، چې اوباما په راتلونكي حكومت كې طالبانو ته ونډه وركوي.

ورځپاڼې په دوام كې د امريكا د يو جك پوړي چارواكې په حواله ليكلي، چې اوباما تيار دې، چې د افغانستان په سياسي راتلونكې كې ځينې طالبان ومني او د جنګ تمركز پر القاعده وساتي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې بيا له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره روانو هڅو ته كتنه كړې او ليكلي، چې دا بهير يوازې هغه وخت بريالې كيداى شي، چې دواړه لوري ورته ژمن وي.

ورځپاڼې د همدې مخ په سر كې د امريكا د مركزي ځواكونو د عمومي قومندان په حواله ليكلي، چې ممكن د افغانستان وضعه نوره هم خرابه شي، خو دده په وينا امريكا به پخپلې نوې ستراتيژۍ سره د وضعې د بدلولو هڅه وكړي.

په ورځپاڼه كې اوباما ته د سولې د نوبل جايزې د وركولو په اړه د طالبانو غبرګون راخستل شوي او ليكل شوي، چې ددې جايزې په وركړه كې بې عدالتي شوي، ځكه ددوى په وينا اوباما په افغانستان كې د ثبات د ټينګښت لپاره هيڅ كار ندې كړې.

اصلاح او انيس:

دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې روان حالات څيړلي دي.

انيس پخپله سرمقاله كې له روسيى نه د ناټو د عمومي منشي په وروستۍ غوښتنې تبصره كړې او ليكلي، چې له دې سره په روسي وسله د ملي اردو د سمبالولو امكان زيات شوې.

خو اصلاح بيا په افغانستان كې د چاپيريال د خوندي كولو لپاره روانو هڅو ته كتنه كړې او پدې كار كې د خلكو همكاري ضروري بللې ده.

راه نجات:

دې نا دولتي ورځپاڼې پخپل لومړي مخ كې د افغانستان د روانو حالاتو په اړه د زلمي خليلزاد په وروستيو څرګندونو تبصره كړې او د هغه په حواله يى ليكلي،چې د حالاتو په خرابيدو سره افغانستان سولې ته د رسيدو لپاره فرصتونه له لاسه وركوي.

ورځپاڼې په يو بل مطلب كې د افغانستان اوسنۍ وضعې ته په پام سره د روسيى د بهرنيو چارو د وزير په حواله ليكلي، چې امريكا په افغانستان كې له ماتې سره مخ شوې ده.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د انتخاباتو په سر روانو لانجو ته اشاره كړې او پوښتلي دي، چې دا لانجې د څه لپاره روانې دې.