دفره ولایت امنیتی چاروکی وایی یو دری کسیزه دانسان تښتونکو ډله یی په دی ولایت کې نیولی دی. دغه کسان په تیره شپه ددی ولایت دبالابلوک په شیوان کلې کی دپولیسو په عملیاتو کې نیول شوی دی. دفراه امنیه قومندان سمونوال فقیر احمد عسکر وایی چی داکسان ددی ولایت دیو اوسیدونکی دتښتولو په تور نیول شوی دې. عسکر وایی دغه دلې دفراه ولایت یو شتمن کس یی څوموده وړاندی تښتولی وو چی بیایی دپیسو په بدل کی خوشی کړی وو. دغه انسان تښتونکې دفرده ولایت اوسیدونکی دې چی خپل په جورمونو یی هم اعتراف کړې دې. په دې ورستیو کې په فراه ولایت کې دانسان تښتولو پیښې زیاتې او دخلکو داندیښې لامل شوي دي.