کور / تازه خبرونه / هرات:ددولت ضد مشهور قومندان یحی سیوشانی ووژل شو

هرات:ددولت ضد مشهور قومندان یحی سیوشانی ووژل شو

 په هرات ولایت کې ددولت ضد مشهور قومندان یحی سیوشان خپل دشلو تنه وسله والو سره دافغان او ائتلاف ځواکنو ‍په ګدو عملیاتوی کی وژل شوی دی . دغه نظامی عملیات تیره شپه دهرات په ناامنه ګذری ولسوالی کی په لاره اچول شوی وو.   د۲۰۷ ظفر قول اردو قومندان جنرال جلندرشاه  وای دائتلافی ځواکونو طیارو په دی ولسوالې کې هغه سیمه یی په نښه کړه چی ۲۳ ددولت ضد وسله والو سنګر پکې نیولی و. ښاغلی بهنام وایی په دې عملیاتو کی ۲۰ تنه ددولت ضد وسله وال وژل شوی او در تنه نور تپیان دی چی جسدونه دجنګ پر دګر پاتی دی. په هم دی حال کی دملی اردو دلویدیځ کندک قومندان دګروال زین الدین وایی:( په دغه عملیاتوی کی ددولت ضد مشهور غلام یحی اکبری هم وژل شوی دی او دیحی سیوشانی جسد هم دملی امنیت او ائتلافی ځواکنو له خوا پیږندل شوی دی) امنیتی چارواکې واېې په دی عملیاتو کې وافغان او بهرنیو ځوکونو ته کوم ځانی او مالی تاوان نه دی اوښتی. په ګذری ولسوالی که میشتو مخالفینو تر اوسه په دی هکله څه ندی ویلی .  ګذره ولسوالی دهرات تر تولو ناامنه ولسوالی دی چی د شنونکو په وینا دهرات ټولی ناامنی ددغه سیمی نه کنترولیږی. تیره ورځ هم په دی ولسوالۍ کې دافغان او ئتلافی ځواکونو په ګدو عملیاتو کی دری بهرنې طالبان او درې ددولت ضد وسله وال وژل شوی وول.