د ناټو د مطبوعاتي دفتر لخوا په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي پوځونو يي تيره شپه د هرات په ګزره ولسوالي کي د وسله والو طالبانو له منځه وړلو په نيت عمليات کړي ، د خبرپاڼي له مخي طالبانو مخامخ جګړه ورسره کړې او د سپکو وسلو تر څنګ يي د آر پي جي راکټونو کار اخستی دی ،ناټو وايي چي ددوی پوځونو په دې عملياتو کي له جنګي څرخکو هم کار اخستی دی ، دا لا نه ده څرګنده چي په دې عملياتو او هوايي بريدونو کي ملکي وګړو ته څومره مرګ ژوبله اوښتې ده .