د نشنل عوامي ګوند مشر اسفنديار ولي خان پرون په پښتونخوا کي يوې قومي غونډي ته د وينا پر مهال وويل چي بهرني ځواکونه دي تر هغه له افغانستان نه وزي تر څوپه افغانستان کي نا امني پای ته نه وي رسېدلې او د ترهګرو مخه نه وي نيوله سوې .
د يادوني وړ ده چي د ډيورنډ کرښي هاخوا ملتپال ګوندونه نشنل عوامي ګوند او پښتونخوا ملي عوامي ګوند دواړه د افغانستان د اوسني دولت ننګه کوي او ښې اړيکي ورسره لري ، خو په سيمه کي اسلامي ګوندونه بيا برعکس په افغانستان او سيمه کي د بهرنيانو پر ضد د جهاد او هغوی له منځه وړلو پلوي دي .