د پېښور خيبر بازار ته نژدې يوې درنې چاودني پراخه مرګ ژوبله اړولې او زيات مالي زيان يي اړولی دی ، ويل کيږي چي ځانمرګی بريد کوونکی چي په د بمونو ډک موټر کي له سيمي تېرېده نژدې دولتي تاسيساتو ته روان و ، فکر کيږي چي چاودنه به تر وخت مخکي رامنځته سوې وي .
وروستۍ شمېرې ښيي چي تر د ماشومانو ، زده کوونکو او ښځو په ګډون تر ۴۱ زيات کسان وژل سوي او تر ۱۰۰ زيات کسان ژوبل سوي دي .
په پېښور کي ددانش خپرندويي ټولني کارکوونکي ذبيح الله شفق لراوبر ته د ټيلفون پر کرښه وويل چي په پېښه کي د يو شمېر کتاب پلورنځيو ښيښې ماتي سوي دي ، زياته ځاني او مالي زيان اوښتی دی، نوموړی وايي چي تر ټولو زياته مرګ ژوبله په هغه ملي بس کي سوې ده چي له نوي اډې څخه صدر ، کارخانو اوحيات اباد ته روان و او له دې سيمي تيريده ، د نوموړي په وينا دا لا مالومه نه ده چي چاودنه په همدې بس کي رامنځته سوې او د بس تر څنګ کورولا موټر کي ،د سپرليو ډک بس موټر پر بل مخ اوښتی او نژدې ټول سپرلۍ يې وژل سوي دي .