د افغانستان د عامی روغتیا وزارت چارواکی وایی چی دهند سفارت مخی ته د پنجشنبی ورځی په ځانمرګی برید کی دیارلس تنه وژل شوی او دری اتیا نور ټپیان دی په ټپیانو کی اته او په وژل شویو کی دری پولیس شامل دی او پاتی نورملکی وګړی دی .
د عامی روغتیا وزارت ویاند ډاکټر فرید رائد وایي ټپیان په دولتي روغتونو کي تر درملني لاندي دي خو د لسو تنو روغتیایي حالت یې نازک وښود.
د پنجشنبې سهار شاوخوا اته نیمي بجې دکورنیو چارو وزارت مخامخ د هند له سفارت سره نږدې ځانمرګی برید وشو.
د بريدمسولیت وسله والو طالبانو پر غاړه واخستئ، ولسمشر حامد کرزي د يوې اعلاميې په خپرولو سره دا بريد په سختو تورو غندلئ دئ .
د یادوني وړ ده چی دا دوهم ځل دي چي د هند سفارت سره نږدې ځانمرګی برید کیږي.تیرکال هم د هند سفارت سره نږدې په ځانمرګي برید کي ملکي وګړو ته درنه مرګ ژوبله واوښته .
وېډيو :