نن په کابل کي د لراوبر افغانستان د کلتوري ټولنو د جرګې لخوا د خپل ډول تر ټولو لوی او ارزښتمن کنفرانس پرانستونکی دی . په دې کنفرانس کي د لراوبر افغانستان تر څنګ د نړۍ له يو شمير نورو هيوادونو څخه هم پوهان او عالمان برخه لري .
دغه ډول نن په هلمند کي د يوې نوي کلتوري ټولني بنسټ ايښوول کيږي ، ددې ټولني يوه غړي احمدشا پاڅون لراوبر ته په دې اړه داسي وويل :
د علامه محمود طرزى علمي او کلتوري ټولني پرانست غونډه نن د تلي پر ١٦مه مازديګر پر ٤ بجې پيليدونکې ده ټاکل سوې چي پکي د هلمند والي د کلتوري ټولنو غړي ، د هلمند ادبي بهير مسولين او ګڼ شمير نور استادان او ليکوالان پکي ګډون وکړي . پاڅون زياته کړه چي دا په هلمند کي لومړۍ ټولنه ده چي تر پرانستني مخکي يو شمير لاسته راوړني لري چي د بيلګي په توګه يې يو چاپ او بل ناچا کتابونه ، عامه کتابتون او د سولي په نوم يو ټلي فلم يادولاى سو.
هغه دا هم وويل چي په دې غونډه کي به د نړۍ د له ګوټ ګوټ څخه د پښتني ليکوالانو او پوهانو را ليږل سوي مقالې هم و لوستل سي پتېيل سوې چي د غوڼدي په ورستۍ شېبو کي به د سولي په نوم ٣٠ د قيقه ايز قلم ټولو ګډون والو ته د پروجګټور پر پرده و ښودل سي.
بله خوا نن د اکتور اتمه نېټه په ادبياتو کي د نوبل جايزې ګټونکی په سويډن کي اعلان سي . دا جايزه تر ټولو غوره ليکوال ته ورکول کيږي چي نوم يې تر اعلان مخکي پټ ساتل سوی وي . د پورتنيو درې واړو موضوعګانو په اړه به تفصيلي راپور وروسته له لراوبر څخه پر ليکه سي .