په سلگونو پښتنو مشرانو ، ليکوالانو ، قلموالو او ژبه ورو د خپلې ژبې ، کلتور ، او پيژندگلوى د له منځه تلو د مخنيوي په موخه سره راغونډ شوي . دوى د پښتوژبه او کلتور له کړاوونو سره مخا مخ وبلله او پر ټولو شاوخوا٥٠ ميليونو ژونديو پښتنو يې غږ وکړ چې که هر يو سملاسي کار پيل نکړي د هندوستان پټانان به ځينې جوړ او خوږه پښتو به يې د نوروژبو خوراک شي .
له هنده را نيولې تر منځنى اسيا ، اروپا ،عربي هيوادونو او د ډيورند د نه مننونکي کرښې د دواړو غاړو شمله ور پښانه د افغانستان د لويې جرگې په کيږدۍ کې دا ځل د خپل هويت د ژوندي ساتلو لپاره سره جرگه شوي. دا لومړى ځل دى چې په کابل کې د پښتو نړيوال کنفرانس جوړيږي چې پر ليکوالو سر بيره يو شمير پښتنو چارواکو هم پکې برخه لرله .
مسله د پښتو او پښتنو د بربادۍ د طوفان مخنيوى دى چې اوس يې خوراک پښتانه نازولي تنکي ماشومان دي .
ددغې دوه ورځنۍ لويې غونډې کوربانه او ميليمانه د پښتون ټبر د قلم خاوندان دي او دوى په خپلو کې د شخصي هڅو د کولو اوژمنو د ترلاسه کولو په موخه مټې نغاړلي دي . خبره يوه ده . هغه هم د نړيوال او سيمه ييز کلتوري او ژبني يرغل سره دافغان توکم دمبارزې پر لارو چارو بحت کول دي .
د پښتو دنړيوال کنفرانس په پيل کې دافغان ولسمشر او د پښتونخوا د اعلى وزير پيغامونه ولوستل شو چې په اوسني حالت کې يې ددغه ډول جرگه کيدو پر اړتيا ټينگار کړى وو . لراو بر پښتنو ټولو د دغه خوار او ځپل کيدونکي ټبر د کلتوري او فرهنگي هڅو د يو ځاى کيدو غوښتنه وکړه او لويه تمه داده چې پر نړيوال جال تيت او پرک هڅې بايد متحدې او گړندۍ شي .
د پښتو ژبې د ودې لپاره تر ټولو اغيز منه لاره انټر نيټ و بلل شو چې اوس په دغه سيمه کې لاس رسى ورته پراخ شوى . د غونډې برخه والو پر حکومتونو هم غږ وکړ چې په رسمي ، سيا سي ، ټولنيزو ، ادارې او سوداگريزو چارو کې د پښتو ژبې د کارولو قانوني مسوليت تر سره کړي .
سره له دې چې دافغانستان په اساسي قانون کې په مورنۍ ژبه د ليک لوست تر سره کيدل دهر افغان حق بللى خو لا هم په لسگونو زره پښتانه ماشومان له دغه قانوني حقه بې برخې دي . په دغه ډگر کې هڅې پيل شوي خو په نشت حسا ب بلل کيږي . بلخوا په پښتونخوا کې بيا د پښتو ژبه او کلتور د نابودۍ د گړنگ له پولې يوه لويشت واټن لري . هلته هيڅ پښتون ددې حق نه لري چې په خپله ژبه ليک لوست تر سره کړي . په لويه پښتونخوا کې د پښتانه بچي ته په خپلې مورنۍ ژبې د زده کړي د امکاناتو برابرول هم د وخت يوه مهمه اړتيا وبلل شوه چې بيخي زياتو هڅو ته اړتيا لري .