کور / تازه خبرونه / ايران افغان ځوان اعداموي

ايران افغان ځوان اعداموي

ايران: راتلونکې دوشنبه به عباس حسیني اعدام شي
عباس حسیني هغه تنکی افغان ځوان دی چې ایران قضایي ارګانونو په دې ورستېوکې اعلام وکړچې عباس حسیني یې په هغه څه اعداموي چې ده یوایرانی تن څوکاله دمخه وژلی و.عباس حسیني ویلي دي چې ایراني غوښتل چې له ده سره نامشروع کارترسره کړي خو مخکې تردې چې ورسره ناوړه چلندترسره شي وېې وواژه.
چې له همدې امله عباس حسیني دڅوکلونوراهېسې دایران په یوه زندان کې شپې اوورځې تیروي .
تېره ورځ په کابل کې دعباس حسیني داعدام په اړه دافغانستان دملي مشارکت جبهې مشرنجیب الله کابلي په مشرۍ یوه اعتراضیه غونډه جوړه شوه .
نجیب الله کابلي په خپلوخبروکې وویل مونږدافغانستان دبهرنیوچاروله وزارت څخه په جدي توګه غواړوچې دایران سفیردې راوغواړي اوحسیني دنه اعدام په اړه دې ورسره خبرې وکړي اوپه ایران کې دافغانستان سفیردې کابل ته وغواړي اوکارونه دې تردوهم امرپورې ودروي.
دغونډې يوبل ګډونوال رزاق مامون وويل چې دګاونډيودلاس وهنوله لاسه مونږډيرملی قهرمانان له لاسه ورکړی دي.
دولسي جرګې يوبل غړی نادرخان کټوازي به خپلوخبروکې دايران لاس وهنوته هم اشاره وکړه اووې ويل چې ايران هم دااوس يې افغانستان تر فرهنګي يرغل لاندې راوستی دی، کټوازي زياته کړه چې دايران لاس وهنوپه افغان ځوانانوهم اغيزکړی اوان دپوهنتونونوپه کچه تعصب ته لمن وهلې ده.
ياده دې وي عباس حسيني دمګړی اولس کلن دی چې څلورکاله کېږي چې دايران به زندانونوکې شپې اوورځې تيروي.