کور / تازه خبرونه / د کابل د نن ورځپاڼو ته کتنه

د کابل د نن ورځپاڼو ته کتنه

په كابل كې خپريدونكو ورځپاڼو نن هم تر ډيره د افغانستان د اننتخاباتو په اړه په هيواد كې دننه او بهر روان بحثونه څيړلې او بيلابيل مطالب يى پرې خپاره كړيدي.

په كابل كې زمونږ همكار حميد مهمند دا ورځپاڼې لوستي او مهم ټكي يى په لاندني مطلب كې رانغاړلي دي.


ويسا:


 دې خپلواكې ورځپاڼې د افغانستان د انتخاباتو په اړه روانو ناندريو ته په اشارې د واشنګټن پوست ورځپاڼې د يو رپورټ په استناد ليكلي، چې په افغانستان كې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي پخواني مرستيال غوښتل د افغانستان په حكومتي نظام كې بدلون راولي.


ورځپاڼې وړاندې د ملګرو ملتونو د يو جګ پوړي چارواكي په حواله ليكلي، چې پيټر ګالبريټ كا ايده ته ويلي وو، چې  انتخابات د شويو درغليو له امله بايد ملغې اعلان شي او د اشرف غني احمدزي په مشرۍ يو ائيتلافي حكومت جوړ شي.


ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرليك كې د زلمي خليلزاد وروستۍ څرګندونې راخستي او د هغه په حواله يى ليكلي، دا خطر موجود دې، چې بهرنيان يو ځل بيا افغانان يوازې پريږدي.


ورځپاڼې په دوام كې د خليلزاد د وينا دا ټكې هم راخستي، چې په انتخاباتو كې تر ټولو ستر رول د افغانانو دې او كه افغانان خپل رول بريالې ترسره نكړاى شي نو بهرنيان به داسې وانګري، چې دوى نشي كولې حكومت جوړ كړي.


هيواد:


دې دولتي ورځپاڼې هم پخپل لومړي مخ كې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په وروستي راپور تبصره كړې او ليكلي، چې ګالبرټ غوښتل د افغانستان په جنوب او جنوب لويديځو ولايتونو كې د راې وركولو يو نيم زر مركزونه وتړي او د حامد كرزي د بري مخنيوې وكړي.


ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې بيا ليكلي، چې پټ رازونه افشا كيږي او ګالبريټ د درغليو اصلي طراح راوخوت.


ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې په افغانستان كې جنايي جرمونه څيړلي او ليكلي، چې په هيواد كې د جنايي جرمونو كچه لوړه شوې او د مخنيوي لپاره يى بايد هڅه وشي.


راه نجات:


دې نا دولتي ورځپاڼې بيا د خپل لومړي مخ په غټو ټكو كې په افغانستان كې د ناټو او امريكايي ځواكونو د قومندا دا سپارښتنه راخستې، چې په روانه جګړه كې د بري لپاره بايد افغانان په ښه توګه وپيژندل شي او د هغوى همكاري ترلاسه شي.


ورځپانې په دوام كې د جنرال مك كريسټال په حواله ليكلي، چې په افغانستان كې د امنيت د ټينګښت د خلكو د همكارۍ پرته امكان نلري.


په ورځپاڼه كې د افغانستان لپاره د امريكا د نوې ستراتيژۍ په سر روانو بحثونو ته هم كتنه شوې او د ولسمشر اوباما په حواله ليكل شوي، چې ممكن دغه نوې سترايتژي، چې د موجوده اضطراري حالاتو په پام كې ساتلو سره جوړيږي د ټولو لپاره د منلو وړ نه وي.


اصلاح او انيس:


دې دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سيمې د روانو حالاتو په اړه بيلابيل مطالب خپاره كړي او له بيلابيلو اړخونو يى څيړلې دي.


انيس هم پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د ترورزم په خلاف روانه مبارزه څيړلې او پدې ترڅ كې ځينو نيمګړتياو ته په اشارې د خلكو په د همكارۍ د جلبولو پر اهميت ټينګار كړې دې.


خو اصلاح بيا په جنايي جرمونو كې د زياتوالې مساله راخستې او ليكلي، چې مجرمين د كو ملاتړ پرته جرم نشي كولې.


افغانستان ټايمز:


دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې پخپله په هيواد كې د ښوونيځو ادارو د ساتنې مساله راخستې او ليكلي، چې پدې برخه كې د خلكو همكاري ضروري ده.


ورځپاڼې په دوام كې په ځينو نا امنه سيمو كې د خلكو په ملاتړ پرانستل شويو ښوونځيو ته هم اشاره كړې او ليكلي، چې دا پدې برخه كې يو مهم ګام دې، چې بايد دوام وكړي.


ورځپاڼې پخپل ننني كارټون كې بيا هم په افغانستان كې د خوراكي موادو د بيو جګوالې انځور كړې او پكې دا ښودل شوې، چې د خوراكې موادو، ګازو او چينې په واريدولو سره بيې لويدلې شي.


هشت صبح:


دې نا دولتي ورځپاڼې بيا په افغانستان باندې د امريكا د حملې د اتمې كاليزې په پلمه په افغانستان كې د ترورزم پر ضد روانه مبارزه څيړلې او ليكلي، چې له اتو كلونو وروسته هم دا مبارزه لا د صفر په نقطه كې ده.


ورځپاڼې په يو بل مطلب كې په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو د زياتولو لپاره روانو بحثونو ته په پام سره ليكلي، چې يوازې د پوځونو په زياتولو سره جګړه نشي ګټل كيدلاى.


ورځپاڼې په دوام كې د امريكا له ولسمشر نه غوښتي، چې نه يوازې د جنرال مك كريسټال په رپورټ غور وكړي بلكه د افغانانو غوښتنې هم په پام كې وساتي.