کور / تازه خبرونه / دځانمرګی برید په اړه نور جزیات

دځانمرګی برید په اړه نور جزیات

 په کابل کی د پنجشنبی د ورځی په ځانمرګی برید کی د وژل شویو شمیر اوه او د ټپیانو اوه څلویښتو ته اوچت شو. دغه ځانمرګی برید کی په لنډ کروز ډوله موټر کی د کورنیو چارو وزارت مخامخ د هندسفارت ته نږدی شوی دی عینی شاهدان یی وژل شوی او ټپیان ملکی وګړی ښی. خو تر اوسه پوری دوژل شویو او ټپیانو دښودل شوی شمیری په اړه چارواکو څه ندی ویلی.د سیمی هیټی وال هم شکایت کوی چی د چاودنی له امله یی ټول مالونه تر خاورو لاندی شوی او هټی یی ډیری زیانمنی شوی دی. او ددی سره سره په سیمه کی یوشمیر هټیوالو ته دسر زیان هم اوښتی دی. دیادونی ده چی دا دوهم ځل دی چی د هند سفارت ته نږدی ځانمرګی برید کیږی تیرکال هم په همدی سیمه کی ځانمرګی برید وشو چی په پایله کی یی ملکی وګړو ته درنه مرګ ژوبله واړوله.د پیښی په اړه نور جزیات به وروسته په لیکه شی.