کور / تازه خبرونه / ميدان وردګ ولايت له پرمختللي بانکي اسانتياو برخمن دی

ميدان وردګ ولايت له پرمختللي بانکي اسانتياو برخمن دی

نن په ميدان وردګ ولايت کي د عزيزي بانک څانګي په کار پيل وکړ ، تر کابل بانک وروسته دا دوهم شخصي بانک دی چي په نوموړي ولايت کي پرمختللي بانکي اسانتياوي وړاندي کوي . د پرانستني په نننۍ غونډه کي د عزيزي بانک سيمه ايز مسول وويل چي د عزيزي بانک په خلاصيدو سره نه يوازي سوداګر له اسانتياو برخمن کيږي بلکي دولتي مامورين به هم خپل معاشونه د عزيزي بانک له اتومات مشينونو څخه ترلاسه کوي .

که څه هم په وروستيو څو کلونو کي په افغانستان کي بانکدارۍ او د موبايل ټيلفون شبکو يو په بل پسي پراختيا موندلې خو اوس هم په مليونونو افغانان دنا امنۍ ، ښووني او روزني د نشتوالي او بېکارۍ له امله له دغو پرمختللو اسانتياو څخه ګټه اخستلو توان نلري .