په بیت المقدس کی د فلسطینانو او یهودانو تر منځ د تاوتریخوالی په موخه ، زرګونو اسرایلی عسکرپه بیلا بیلو سیموکی ځای پر ځای شوی .
څو ورځی راهیسی د بیت المقدس په شاو خوا کی د یاد شو ډلو ترمنځ د تاوتریخوالی له کبله اخ ډب رامنځ ته شوی .
د فلسطین د حکمت ځنی ډلی وایی چی اسرایلی عسکر د بیت المقدس د یهودی کولو لپاره هڅی کوی.
د تیری یکشنبی او دوشنبی په ورځ اسراییلی عسکر د هغه فلسطینانو سره ونښتل چی غوښتل یی پراسراییلی عساکر کاڼی وواری چی دا نښتی د مذهبی سیمه او بیت المقدس ته نږی را منځته شوی .
دا هغه مقدسه سیمه ده چی فلسطینان ورته حرم شریف او یهودیان ورته د معبد غر وایی او داوړه لوری د دی ځای د مالیکیت ادعاوی کوی چی تر اوسه په دی سمیه کی ورته نښتی ډیری زیاتی شوی او د یادونی وړ ده چی په کال ۲۰۰۰ کی د فلسطینانو پاڅون د همدی ځای څخه پیل شو.
تیری اونی د حرم شریف په نښتو کی دری تنه هغه مهال ټپیان شو چی فلسطینانو د سیلانیانو په لور د ډبره ګوزارونه پیل کړه .
اسراییلی عساکر وایی سیلانیان فرانسویان وو خو د فلسطینیان په ګومان د هغه یهوده ډله ووه چی غوښتلیی په دی سیمه کی په پراخه لاریون لاس پوری کړی .
دا نښتی په داسی حال کی رامنځته کیږی چی تیره ورځ په زرګونه یهودیان د غربی دیوارپه سیمه کی د د سوکت د مراسمو د لمانځلو لپاره ګډون کړی وو چی دا د سوکت مراسم د مصر څخه د بنی اسراییلو د وتلو به مناسبت جوړ شوی وو (شپږم د اوکتوبر) .
د اسراییلو لومړی وزیر ویلی چی د بیت المقدس دا ورستی پیښی به په کلکه وڅیړی چی په دی موخه یی و د پولیسوسره سلا مشوری پیل کړی دی .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه