کور / تازه خبرونه / فارياب : د ملي پيوستون ٢٥پروژې ګټي اخستو ته چمتو شولې

فارياب : د ملي پيوستون ٢٥پروژې ګټي اخستو ته چمتو شولې

د کليو د بيارغونی اوپراختيا وزارت د ملی پيوستون پروگرام(٢٥) پروژی پدی وروستيو کى د فارياب په ولايت کي گټى اخستنی ته وسپارل شو ی.

د دی ولايت دملی پيوستون پروگرام دمسوولينو دوينا له مخي پدی پروژو کی د(٨٠) پل گوټيو جوړول ، د(٨٦) مترو په اوږدوالى ديوه استنادى ديوال جوړول ،دڅلورو ټولنيزو مرکزونو جوړول، د( ٤) حقابوجوړول ،د (٤٦١٤)مترو په اوږدوالى دسرک ترميم او شگى اچول ، دڅښاک داوبو د(١٨) څاگانو کيندنه او په هغو دلاسى بمبو نصبول اودښځو لپاره دخياطى اوتغر اوبدلو دکورسونو دايريدل شامل دى

يادي شوي پروژي د فارياب ولايت د خواجه سبز پوش، په ولسوالى کى د (١٨،٧،٥٧٠٠٠) افغانيو په لگښت د ملى پيوستون پروگرام له بود جي او په سلو کی لس د کليوالو دونډى په شمول بشپړی او له هغه نه څه د پاسه (٤١٧١) کورنی ترينه گټۀ اخلی .