د کليو د بيارغونی اوپراختيا وزارت د ملی پيوستون پروگرام(١٨) پروژی پدی وروستيو کى د بدخشان په ولايت کي گټى اخستنی ته وسپارل شو ی.
د دی ولايت دملی پيوستون پروگرام دمسوولينو دوينا له مخي پدی پروژو کی د(٩٠٠٠) مترو په اوږدوالى دسرک ترميم او شگى اچول ، دموترو دتگ ددوه وو پلونو جوړول ،د(٢٦) مترو په اوږدوالى ديوه استنادى ديوال جوړول، د(٢٧٠) متروپه اوږدوالى ديوه ښوونځى داحاطى جوړول، دڅښاک داوبود(١٤) څاگانو کيندنه او په هغو باندى دلاسى بمبو نصبول د(٢٩١١) مترو په اوږدوالى داوبو رسولو دشبکى غځول اودښځو لپاره دخياطى او د سواد زده کړى دکورسونو دايريدل شامل دى
يادي شوي پروژي دبدخشان ولايت د تشکان، شهر بزرگ، درايم ، کشم ، يفتل پايان ، ياوان په ولسواليو او دفيض آباد ښار په مربوطاتو کى د (١١،٩٠٧،٠٠٠) افغانيو په لگښت د ملى پيوستون پروگرام له بود جي او په سلو کی لس د کليوالو دونډى په شمول بشپړی او له هغه نه څه د پاسه (٢٢٥٦) کورنی ترينه گټۀ اخلی .