کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

په كابل كې خپريدونكو ورځپاڼو نن هم تر ډيره له انتخاباتو سره تړلي مسايل او د هيواد روانه امنيتي وضعه راخستې او پدې اړه يى بيلابيل مطالب خپاره كړي دي.

په كابل كې د ازادۍ راډيو خبريال حميد مهمند دا ورځپاڼې لوستي او په لاندنې كې ېى رانغاړلي دي.

اراده:

دې خپلواكې ورځپاڼې پخپل لومړي مخ كې له وسلوالو مخالفينو سره د خبرو لپاره د سولې د ملي جرګې پرونۍ غوښتنې ته په پام سره ليكلي، چې يوازې صادقانه او جدي خبرې مثبتې پايلې لرلى شي.

ورځپاڼې په دوام كې د لوګر د والي په حواله ليكلي، چې دوى د ملي پخلاينې د بهير له لارې په پرله پسې ډول له طالبانو سره ګوري، خو د هغه په وينا دولت بايد پدې برخه كې خپلې هڅې لا ګړندۍ كړي.

ورځپاڼې په افغانستان كې د امريكايي سرتيرو د زياتولو په اړه روانو بحثونو ته هم كتنه كړې او د امريكا ددفاع د وزير په حواله يى ليكلي، چې د ځواكونو د ليږلو پريكړې ته لا وخت پاتې دې.

ورځپاڼې په دوام كې ليكلي،چې دا پريكړه به د ولسمشر اوباما په اداره كې تر ټولو سخته او مهمه پريكړه وي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په افغانستان په سږنيو انتخاباتو بحث كړې او د خلكو كم رنګه ګډون ته په پام سره د هغو د مشروعيت په اړه ځينې پوښتنې پورته كړي دي.

هيواد:

دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په هيواد كې د جنايي جرمونو وروستيو پيښو ته كتنه كړې او له خلكو يى غوښتي دي، چې ددې پيښو په مخنيوي كې له امنيتي ځواكونو سره مرسته وكړي.

ورځپاڼې په يو جلا څيړنيز مطلب كې د انتخاباتو په نتايجو كې د ځنډ له امله رامنځ ته شوې ستونزې هم څيړلي او د سيمه ايزو مطالعاتو د مركز د مشر په حواله يى ليكلي، كه نتايج ژر اعلان نشي نو اوسنې بحران به لا پراخه شي.

ورځپاڼې په يو بل څيړنيز مطلب كې د ترورزم په خلاف روانې مبارزې ته كتنه كړې او ليكلي، كه چيرې د پولې پورې غاړې ته د ترورزم ځالې او د هغوى د تمويل سرچينى له منځه ولاړې نشي دا مبارزه نشي بريالۍ كيدلې.

راه نجات:

دې نا دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په افغانستان باندې د امريكا د حملې په اتمې كليزې په پلمه په هيواد كې د تيرو اتو كلونو حالات څيړلي او ليكلي، چې پدې موده كې د شويو تيروتنو له كبله ترورزم غښتلې او امريكا كمزورې شوې.

ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، كه چيرې امريكا خپل روان سياستونه بدل نكړي نو نشي كولې روانه جګړه نشي ګټلې.

ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په يو مطلب كې بيا د امريكا ددفاع د وزير په حواله ليكلي، چې امريكا نشي كولې په افغانستان كې دوهم ماتې خوړلې ستر ځواك وي.

ورځپاڼې په يو بل مطلب كې په افغانستان كې د نشه يي توكو په خلاف له روانې مبارزې سره د همكارۍ لپاره د روسيې او ازبكستان تياري ته په اشارې ددې مبارزې لپاره سيمه ايزه همكارې خورا مهمه بللې ده.

اصلاح او انيس:

دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلا بيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې روان حالات څيړلې دي.

انيس پخپله سرمقاله كې د افغانستان روانه اميني وضع څيړلې او شتو ستونز ته په پام سره له نړيوالې ټولنې او په ځانګړې ډول له امريكا نه غوښتي، چې د كومې طرحې له جوړولو نه مخكې بايد د افغانستان حالات ښه مطالعه كړي.

خو اصلاح بيا پخپله سرمقاله كې غوښتنه كړې ، چې د تيرو ناكامه نظريو د تكرار مخنيوې بايد وشي.

ويسا:

دې خپلواكې ورځپاڼې بيا په يو مطلب كې له افغانستان څخه د امريكايي ځواكونو د وتلو امكان رد كړې او د سپينې ماڼۍ د چارواكو په حواله يى ليكلي، چې اوباما پدې فكر كې ندې، چې د افغانستان جګړه پريږدي، بلكه پر نوې ستراتيژۍ غور كوي.

خو ورځپاڼې په يو بل مطلب كې په افغانستان كې د امريكا د روانې جګړې په اړه د يو امريكايي ليكوال نظر راخستې او د هغه په حواله يى ليكلي، چې امريكا بايد له افغانستان څخه ووځي ځكه دده په وينا په افغانستان كې روانه جګړه په سياسي جغرافيه كې هيڅ ارزښت نلري.

ورځپاڼې په يو بل ځاې كې دا خبر وركړې، چې په اېران كې د افغان ماشوم د اعدام حكم ځنډول شوې دې.