Statement of the Islamic Emirate of Afghanistan on the occasion of the Eighth Anniversary of the American Attack on Afghanistan.
Wednesday, 07 October 2009 05:24 administrator
Share Since then until now, eight years have passed during which the American invaders and their allies of crusaders have killed, wounded and driven from homes hundreds of thousands of Afghans including children, women and old men. This sanguinary spree of killing has been continuing. All these Afghans were not involved in the event of New York. The invaders unleashed atrocities on the Afghans and other Muslim freedom-lovers in Guantananmo, Bagram and the Abu Gharib jails that have no precedence in the history.
At the beginning, they were promising, they will withdraw within three months, in their words, after eliminating the so-called terrorism. Contrarily, today eighth years from that times have passed, but they have built up hundreds of military bases in Afghanistan and Iraq. They say that they will raise the level of their troops to almost 110000 troops. It is clear from this, that they have occupied Afghanistan for the execution of their expansionist plans in the Middle East, Central Asia and the Southeast Asia.
We believed from the day one, that this is not a war between democracy and the so- called terrorism but rather a war between the western colonialism and the freedom-loving nationalist and Islamist forces. In this unequal war, the one side have before them expansionism, colonialism and exploitation as their plans of objectives which they want to achieve by dent of military power through brutality and atrocities. On the other hand, the other side of the war have their objective of independence, Islamic social justice, human dignity and national identity which they want to achieve through sacrifices and the shedding of their pure blood. We believe in this war between truth and evil, the truth will surely prevail.
We call on the American rulers and their allies of the coalition once again to put an end to the game of occupying Afghanistan and killing the Afghans under unsubstantiated pretexts. The Afghans are no more ready to believe your empty slogans, nor the world would like to see the globe, plunging into instability and various problems because of your wrong policies. We announce to all the world, our aim is obtainment of independence and establishment of an Islamic system. We did not have any agenda to harm other countries including Europe nor we have such agenda today. Still if you want to turn the country of the proud and pious Afghans into a colony, then know that we have an unwavering determination and have braced for a prolonged war. Have a glance at the history, the Afghans are the people characterized by historical distinction of always sacrificing in the way of their religion and country. Today, we will not fall short of this.
امريکايي يرغل د اتمي کليزي له امله د اسلامي امارت اعلاميه
د اکتوبر په ۷ مه نيټه په افغانستان باندي د امريکاپه مشرۍ د هوايي يرغل اتمه کليزه پوره کيږي. دغه يرغل چي دمرموزو استعماري اهدافو د ترلاسه کولو لپاره په نيويارک کي د سپتمبر د يوولسمي نيټي د پيښي تر پلمي لاندي زموږ په بيوزلي ولس او مشروع حکومت باندي په داسي حال کې ترسره شو. چي د سوداګرۍ د برجونو د پيښي وروسته، د اسلامي امارت مشرتابه او په اسلام اباد کي د امارت سفير د يوه مطبوعاتي کنفرانس په ترځ کښي اعلان وکړ چي ددي پيښي په بيطرفانه تحقيقاتو کښي به مرسته کوو خو د سپيني ماڼۍ د نويو محافظه کارانو ډلګۍ د پينتاګون د جنګ خوښو جنرالانو او په امريکې کښي د يهود پلوي لابي په مرسته له همغه پيل نه داسلامي امارت په ضد تورونه لګول پيل کړل پداسي حال کي چي د دغه شان پيښو حقيقت او تل ته رسيدل ډير وخت او بيطرفانه تحقيقاتو ته اړ تيالري.خو دوي حتی د اسلامي کنفرانس پريکړي ته هم انتظار ونکړ چي په هغه وخت کي يي عاجله غونډه روانه وه، ترڅوپدي برخه کي مينځګړيتوب او همکاري وکړي.
له هغه وخت نه بيا تر نن ورځی پوري اته کاله تير شوي ،چي امريکايي يرغلګرو او دهغوي صليبي انډيوالانو په لکونو افغانان چي په هغو کي ماشومان ، ښځي او سپين ږيري شامل دي، شهيدان،زخمیان اوبی کوره کړي دي اودالړی لا دوام لری. دغو ټولو بيګناه افغانانو د نيو يارک د پيښي سره هيڅ ډول تړاو نه درلود. په ګوانتانامو، بګرام او ابو غريب بندی خانو کي يي د افغانانو او نورو خپلواکي غوښتونکو مسلمانانو سره داسي ظلمونه وکړل چي د تاريخ یې مثال نشی وړاندي کولئ .
په پيل کي دوي وعدي کولي چي په افغانستان کي ددوي په اصطلاح د تروريزم د ختمولو وروسته به په دريو مياشتو کي بيرته وزي، نن اته کاله وروسته يي په افغانستان او عراق کي په سلګونو نظامي اډي جوړي کړي دي او وايي چي په افغانستان کي به د عسکرو شميره يولک اولس زره تنوته رسوو. څرګنده خبره ده چي امريکايي پراختيا غو ښتونکو استعمارچيانو افغانستان، د منځني ختيز، مرکزي اوپه جنوب ختيزي اسيا کي د خپلو توسعه طلبانه اهدافو لپاره اشغال کړي دي.
مونږ له همغه پيل نه باوردرلود چي دغه جګړه په اصطلاح د تروريزم او ديموکراسي ترمينځ جګړه نه ده بلکي دغه جګړه د غربي استعمار او د خپلواکي خوښو اسلامي او ملي ځواکونو ترمينځ جګړه ده. ددي نابرابري جګړي، يوي خوا خپلي مخي ته د پراختيا غوښتني، استعمار او استثمار اهداف ايښي دي چي د عسکري ځواک په مټ يي د ظلم او وحشت له لاري ترسره کول غواړي او بل طر ف ته په دين ، هيواد او خپلواکي مين ځواکونه دي چي د ازادي ، اسلامي اجتماعي عدالت ، انساني کرامت او افغاني تشخص اهداف مخي ته لري او پخپلو سرښندنو او پاکو وينو تويولو سره يي د تر لاسه کولو هڅي کوي. مونږپوره باورلرو چي د حق او باطل به دغه معرکه کي به بري د حق په برخه کيږي .
مونږ يوځل بيا د امريکي چارواکو او دهغوي ائتلافي انډيوالانوته وايو چي د بي ثبو ته پلمو لاندي د افغانستان دنيولو او د بيګناه افغانانو د وژلو لوبي ته د پاي ټکي کښيږدي. نور نه افغانان ستاسي په پوچو شعارونو باور لري او نه هم نړيوال نورددی زغم لري چي ستاسي دغلطو سیاستونو له امله دي ټوله نړۍ نوره هم بې ثباته اوله ډول -ډول ستونځوسره مخ شي مونږ ټولي نړي ته اعلانوو چي زموږ هدف د هيواد خپلواکي او هلته د اسلامي نظام جوړول دي. موږ د اروپا په ګډون نورو هيواونو ته د ضرر رسولو پرګرام نه مخکي درلود او نه يي اوس لرو. که بياهم تاسي د تروريزم تر بي بنياده پلمې لاندي غواړي چي د وياړمنو او متدينو افغانانو هيواد مستعمره کړي نو پوه شي چي زموږ حوصلې لوړي او دخورا اوږده جنګ تابيا موکړې ده.
تاريخ ته ځير شئ چي افغانان يو داسي قوم دئ چي په دين او هيواد سرښندل يي تل تاريخي وياړ پاته شوئ دئ او نن هم پدي وياړ کي نيمګړي نه يو.
دخپلواک اسلامي نظام په هیله !