دشنبې دورځې (داکتوبر ۳) په هغه رپوټ کښي چي دملگرو ملتو دسازمان لخوا خپور شو داستوگنې لپاره ناروې په نړۍ کښي تر ټولو ښه هيوادوپېژندل سو . د درويتر د خبر په حواله mixnews.lv ليکي چي پدې خپاره سوي لیست کښي دلاتويا هيوادپه ۴۸ ،استونې په ۴۰ ،ليتوانياپه ۴۶ ځاي کي قرار لري . دملگروملتو دسازمان اړونده ادارې لخوانوموړې څېړنه اوبرسي د۲۰۰۷ ز کال دهيوادونودکورنيو دتوليداتو دټوليزي کچې ياپه بله اصطلاح دسړي پر سردملي عايداتواوداوسېدونکودعمر داوږدوالي په نظرکي نيولو سره ترسره سوې ده . دهغومعلوماتو اوفکټونوله مخې چي دنړيوال اقتصادي بحران څخه وړاندي راټول سوی وه په نړۍ کښي تر ټولو هيوادونو په ناروي ، استراليااو اسلنډ کې داوسېدونکودژوند کچه لوړه ښودل سوې ده .همدا ډول په ټوله نړۍ کښي دژوند بدترين شرايط اوټيټه کچه د )) نايجر Niger ))په نوم هيواد او افغانستان اوسېدونکي لري . البته په ځېنو برخو کښي لاتويا لوړمقام تر لاسه کړی ، دبېلگې په توگه پدې څېړنه کې په گوته سوېده دلاتويا دهغواوسېدونکو چي عمر ئي تر ۱۵ کال اوچت دی (( ۹۹،۸)) په سلو کښي ئي لوستل اوليکل کولاي سي
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه