په داسي حال كي چي د هغو طالبانو قدر كوو او خپل وروڼه ئې گڼو چي په اخلاص سره د دښمن په خلاف په جهاد بوخت دي، له الله تعالى نه دوى ته بشپړ اجر او مزيد توفيق غواړو، خو د دوى په نامه د ځينو كسانو له لوري داسي كړني ترسترگو كېږي چي نه ئې د دوى دنيا او آخرت ته څه گټه رسېږي او نه ئې اسلام او مسلمانانو ته څه فايده، دوى ته د وروڼو او د يوې لاري د لارويو په توگه څو توصيې لرو :
لوى او اوږد جنگ په مخكي لرو، د نړۍ ټول كفري ځواكونه او د اسلام كورني او بهرني دښمنان په گډه زموږ په ضد جنگېږي، د ښمنان په دې هڅه كي وو او دي چي د اسلام په لار كي د افغان ولس قربانۍ هدر شي، د اسلامي جهاد تجربه ناكامه شي، د يوه آزاد، خپلواك او اسلامي افغانستان د جوړوېدو مخنيوى وشي، د افغان جهاد په نتيجه كي چي په ټولي نړۍ مخصوصاً اسلامي امت كي اسلام ته د بيا راگرځېدو كوم څپانده خوځښت، ځواكمنه جذبه او شور او شوق راولاړ شوى، دا د تل لپاره وځپي، د همدې لپاره ئې روانه جگړه په افغان ولس وتپله او د دوام لپاره ئې لگيا دي بې دريغه مصارف كوي او مزيد فوځونه او وسلې رالېږي. دا اوږده جگړه له موږ نه د صبر، استقامت، درايت، هوښياري، يووالي او قربانۍ غوښتنه كوي، يوه ډله، حتى ټول افغان مجاهدين خو پرېږدئ كه د نړۍ ټول جهادي ځواكونه په گډه زموږ خوا ته او د افغانستان په سنگرونو كي تر يوه قيادت او مشرتابه لاندي وجنگېږي او په دې جگړي كي بريا ترلاسه كړي نو دا به هم ستره خبره وي، موږ يووالي ته ضرورت لرو، بايد ټول خپلمنځي رقابتونه شا ته وغورځوو او په گډه د دښمن مقابله وكړو.
خبره يوازي دا نه ده چي موږ د دښمن څو سرپلوري ووژنو او له هېواده ئې ايستلو ته اړ كړو، تر دې آخوا ډېر نور پړاوونه او اوږد مزل په مخ كي لرو، يو واقعي اسلامي نظام قائمول څه آسان كار نه دئ، امنيت او عدالت تأمينول، د بهرنيو لاسوهنو مخنيوى، د شر او فساد ځواكونو له منگولو نه مظلوم افغانان ژغورل او قدرت صالح، مؤمن او متقي كسانو ته سپارل، گران كار دئ او تر مخكي نه زيات جهاد ته ضرورت لري، طالبانو ته د حكومت تېره تجربه كافي ده چي تر مخكي زيات احتياط وكړي، كه اقتدار د څو ورځو لپاره د يوې ډلي په لاس كي پرېوځي خو نه امنيت راوستى شي، نه جگړه پاى ته ورسولى شي، نه عدالت تأمين كړى شي، مشران ئې د اوسني نظام په څېر د ولس په ځورولو او د ملي شتمنيو په تالان بوخت شي، له تالان نه ترلاسه شوو پيسو باندي ځان ته بنگلې جوړي كړي؛ يوه بنگله په كندهار كي، بله په كويټه كي، يوه په ننگرهار كي او بله په پېښور كي، يوه ښځه په كندهار كي، دوهمه په هرات كي، درېيمه په كابل او څلورمه په ننگرهار كي وكړي، له خلكو وسلې راټولي كړي او په پاكستان كي ئې وپلوري، او … او … آيا تر داسي اقتدار چي د نورو د دنيا لپاره زموږ آخرت تباه شي، د عزيز اسلام نوم بد شي، دا غوره نه دئ چي د يوه، خټگر، بزگر، د ښوونځي استاد، د جومات امام او دكاندار په توگه ژوند وكړو، په حلاله روزي قناعت وكړو او د الله تعالى د راضي كولو نوري لاري ولټوو؟!!
موږ پدغو څو لسيزو كي گڼ شمېر حكومتونه وليدل چي يو په بل پسي راغلل او ولاړل، ډېرو دا گمان نه كولو چي دومره ژر به ځي، خو ولاړل، نه د رقيبانو ټكول، نيول او وژل او نه د پرديو بې دريغه مرستو د دوى دوام تضمين كړى شو، داسي ولاړل چي يا ئې مرگ په برخه شو يا رسوايي، كه دوى د تبديلي او له يوه لاس نه بل لاس ته د قدرت د سوله ييز انتقال له يوې معقولي او عادلانه طرحي سره توافق كړى وى، د جگړي له لاري د خپلو رقيبانو د حذفولو او د پرديو په مرسته په قدرت كي د پاتې كېدو لار ئې نه وى غوره كړې، نه به هېواد ورانېدو، نه به زموږ ملت د ناروا جگړو په اور كي وريت كېدو، نه به دښمن ته د لاس وهنو موقع په لاس ورتله او نه به خپله د خپلو غلطو عزائمو او بې ځايه غرور او ځان غوښتني قرباني كېدل.
هغه څوك د اعتماد وړ وگڼئ چي د ټولو مجاهدينو پر يووالي ټينگار كوي، هغه چا ته په خپلو ليكو كي ځاى مه وركوئ چي له مسلمانانو سره جگړو ته لېوال وي. دوى ته د شك په سترگه وگورئ، دا د هغو خلكو ملگري وگڼئ چي د طالبانو د تحريك د جوړېدو په لومړيو شپو ورځو كي ئې د دښمنانو په وينا تاسو له حزب اسلامي سره وجنگولئ، همغه چي د امريكايانو د بريد پر مهال ئې ستاسو د حكومت په نسكورولو كي د دوى مرسته او ملگرتيا وكړه او اوس په كابل كي د امريكايانو تر سلطې لاندي ژوند كوي.
دغه كورني او بهرني دښمنان وتوانېدل چي يو ځل تاسو له حزب اسلامي سره وجنگوي، بيا اجازه مه وركوئ چي دا غلطي تكرار شي. چا چي له حزب اسلامي سره په جگړو ټينگار كاوو ځيني ئې له ډېر بدو پايلو سره مخامخ شول او ځيني ئې اوس د امريكايانو په خوا كي دي، هم ئې دنيا تباه شوه او هم ئې آخرت. حزب اسلامي نه غواړي له هيڅ مسلمان او مجاهد سره د نښتو او تصادم لار غوره كړي، د ټولو صالح مجاهدينو يووالى او اتحاد غواړي.
څوك چي جومات ته درومي كه د جنرال دوستم په څېر ستاسو ستر دښمن او ستاسو د زرگونو شهيدانو قاتل هم وي، جومات ته د درناوي په خاطر د هغه په ضد له څه كولو نه ځان وساتئ، او كه په جومات كي له نيولو پرته بله چاره نه وه نو له جوماته بهر ئې ووژنئ، د هغه چا خبره مه منئ چي په جومات، مدرسه، ښوونځي، كلينيك او دې ته ورته ځايونو كي په چاودنو ټينگار كوي او د دې پروا نه لري چي په دې چاودنو سره له يوې خوا د الهي احكامو مخالفت او د شعايرالله سپكاوى كېږي او له بلي خوا بې گناه خلك په كي وژل كېږي.
دا صحيح ده چي پيغمبر عليه السلام د ځينو په اړه ويلي وو چي كه د كعبې د غلاف (پوښ) لاندي مو هم وموندل وئې وژنئ، هو؛ ځيني د همدې وړ دي، بايد او حتماً ووژل شي، كه زر ځله همخ ووژل شي لا كم دي، خو له جوماته بهر، او په داسي ځاى كي چي بې گناه خلك ورسره ونه وژل شي، قرآن همداسي فرمايي او موږ ته همدا لارښوونه كوي.
د ملا، مكتبي، ښوونكي، انجنير، ډاكټر، خبريال، مامور، قاضي، څارنوال، ماين پلټونكو او دوى ته ورته خلكو له وژلو ډډه وكړئ، حتى كه مباح الدم هم وي، تر څو چي اشغالگران زموږ په هېواد كي وي بايد ټوله توجه دوى ته واړوئ، په بل كار ځان مه مصروفوئ.
هغو مجاهدينو ته ډېر زيات ارزښت وركړئ چي د الله تعالى په لار كي قربانۍ ته چمتو دي او غواړي د اسلام د دښمنانو په ضد استشهادي عمليات ترسره كړي، دوى بايد هيڅكله وړو وړو او بې ارزښتو عملياتو ته سوق نه شي، يوازي د اشغالگرانو په ضد او د سترو او اغېزمنو عملياتو لپاره ئې ولېږئ.
د هغو خلكو په اړه دقت كوئ چي ستاسو خوا ته درځي او درته وايي چي غواړي په فلان ځاى كي عمليات وكړي، كېدى شي دوى د دښمن د اسخباراتي كړيو لخوا استخدام شوي او په دې موخه ئې تاسو ته درلېږلى وي چي د دوى د خوښي په ځاى كي، د دوى د خوښي په وخت كي، د دوى د خوښي عمليات؛ د مخالفينو په نامه ترسره شي او له دې نه د مجاهدينو په ضد تبليغاتي استفاده وكړي.
د هغه چا له وړانديز سره توافق مه كوئ چي د مثال په توگه درته وايي: فلانى له دولت سره همكاري كوي، شتمن دئ، دى يا زوى به ئې اختطاف كړو او ورته وبه وايو چي د دومره مبلغ په بدل كي ئې خوشي كوو!! يا په فلان ځاى كي د دولتي بانك څانگه ده، عمليات پرې كوو او ټوله پانگه ئې ترلاسه كوو!! داسي كسانو ته ووايئ: د دې په ځاى د بهرنيو ځواكونو په ضد عمليات وكړه. د مجاهدينو د يووالي او بريا په هيله.