نيويارک په ښار کي ټايم سکوېر هغه چارسو يا چوک دی چي دوی يې دټولي نړۍ چارسو بولي. داسيمه دنيويارک په منهاټن کي يوه داسي سيمه ده چي ډېر زيات سلانيان پکښي ګرځي پردې سربېره د براډوې سيمه هم دلې ده چي دبېلابېلو هنري نندارتونو مرکز ګڼل کيږي. په ټايم سکوېر کي بې شمېره دهاليوډ او باليوډ فيلمونه جوړيږي. په اونۍ کي به داسي کمه ورځ وي چي دلته دي ديوفيلم جوړولو ډلي لار نه وي بنده کړې. همدارنګه په دې ځای کي دعيسوي نوي کال په رانوي کېدو دلته خاص مراسم لمانځل کيږي. خو ترټولو مهم ځای يې دا هم دی چي دا ځای په نيويارک کي د ډيجيټل ايډورټایزمينټ برېښايي اعلانونو مرکز ګڼل کيږي. دلته هره خوا دېوالانه د اعلانونو او امريکايي خبرونو اوبرېښنايي اعلانونو روڼاو داسي پوښلې وي چي شپه او ورځ پر سړی نه بېليږي. دلته دلوېديځ وتلي خبري اژانسونه هم خپل خبرونه سمدلاسه خپروي. زه د ځينو عراقي کډوالو سره چي نيويارک ته تازه راغلي اوپه عراق کي يې د امريکايي پوځيانو سره دژباړونکي په توګه هم کارونه کړي ما په يوه هنري غونډه کي ورسره پېژندلی کله کله دزړه خواله سره کوو. نو دوی هم راسره ملګري ول.
د امريکا دتېرو ټاکنو دنتايجو د اعلانېدو په شپو کي دلته خورا ډېر کسان راټول سوي ول او ټولو شا او خوا دېوالونو ته په ډېر هوس کتل او نتايجو ته يې انتظار کاوه. خو دا ټول کسان اسپانوي، هندي او دنورو نژادونو څخه ول. په دې خلکو کي د اروپايي امريکايانو يا سپين پوستو شمېر ګردسره نه ترسترګو کېده. عجبه خو دا وه چي داسي ډېر سپين پوستي امريکايان مو وليدل په ټايم سکوېر کي په خپلو بوختياو بوخت ول او يا پرلاري روان ول. ما او عراقي انډيوالانو د سپين پوستو امريکايانو د لږوالي په باره کي يوڅه بحث هم وکړ. شپه ناوخته چي کورته راغلو نو کله چي مي ټلوېزون دسي. اين. اين چېنل چالان کړ نو ګورم چي پرله پسې ټايم سکوېر ښکاره کيږي او ښيي چي ګڼ شمېر نه ټول سپين پوستي امريکايان د نتايجو انتظار کوي او دبارک اوباما په ملاتړ نارې وهي. زه ډېر اريان سوم او دستي مي خپلو عراقي انډيوالانو ته زنګ ور وواهه او د ټلوېزون د چالانولو مي ورته وويل. نو راته وې ويل چي څه خبره ده ما ورته وويل چي زموږ دبحث خبره ده. دوی وخندل نو راته وې ويل چي دا خو نو د دوی رسنۍ دي. وروسته يې راته وويل چي کله چي په عراق کي دصدام حسين مجمسمه را نړول کېدل نو تاسي خو هغه هم وليده. ما ورته وويل هو. بيا يې راته وويل هغه هم دغسي ډرامه وبوله. ما وپوښتل چي څنګه. نو راته وې خندل چي مجسمه زموږ مخ ته امريکايي پوځيانو را ونړوله او په دې وخت کي بېله امريکايي پوځيانو دلته بل هيڅ انسان هم نه و.
دا خبره که څه هم د ورايه ښکاره ده چي د بارک اوباما په ټاکنيزه ډرامه کي د سپين پوستو ميليونران ونډه دپټولو نه ده ځکه هغوی د ده سره په ټاکنيزو کمپاين کي مرسته وکړه او يو هدف يې په نړۍ کي د امريکا دځنګلي څېرې يو ظاهري بدلون هم و.
تېره مياشت د امريکا د نامتو پوهنتون هار ورډ تورپوستی استاذ هينري لاوس ګېټس د امريکا سپين پوستو پوليسو له خوا په ډېره سپکاوي بېله کوم قانوني دلیله ونيول سو چي خپله د امريکا تورپوستي واکمن بارک اوبا ما هم د پوليسو دغه چلند دتوپېره ډک وباله.
نيويارک : د کوينز هغه سيمه چي سپين پوستي امريکايان اوسېدل او ورتګ پکښي دځان سپکاوی ګڼي
د دباندي څخه چي څوک د امريکايانو خبري ډنډوري اوري نو داسي شايد هغوی ته يو لړزونکی خبر وي خو په امريکا کي دننه دا يو عادي خبره ده. د توکميز توپير دا ډول خبر هغه وخت رسنيو ته وزي کله چي دکوم مهمي ادارې غړي پکښي ښکيل وي نو يې خبره دپټولو نه وي. د دې خبري دپاشلو سبب دا و، چي داپروفيسر دښاغلي اوباما شخصي انډيوال و.
اروپايي امريکايان دنيويارک ښار په امريکا کي تر ټولو ايالتونو زيات زغم لرونکی ښار ځکه ګڼي چې دلته دتازه کډوالو شمېر ډېر زيات دی.
په دې ښار کي څلور لويي ناحيې دي چي منهاټن، کوينز، بروکلين، برانکس او سټېټن ايلېنډ يې بولي. د دې ښار اکثره اروپايي امريکايان هغو سيمو ته چي اسيايي او يا نور نژادونه پکښي مېشت دي په سپکه سترګه ګوري او ورتګ يې دځان سپکاوي ګڼي. خو په دې لوی او غورابي ښار کي ډېری هغه نارينه او ښځينه امريکايان چي زما شناخته دي عادي امريکايان نه دي اکثره يې ليکوالان، ژورناليسټان او دنورو هنرونو څښتنان دي چي دنړۍ ګڼ شمېر هيوادونو ته يې سفرونه کړي او جهان ګښته خلګ دي. د دغه کسانو اکثره خلګ جايکسن هايټس ته چي دنيويارک دکوينز په ناحيه کي پرته ده دلته اوسېدل او يا هم د دغه سيمي په رسټورانو کي خورک خپل سپکاوي ګڼي ځکه چي دلته اسيايان اوسي.
په نيويارک د ډېر زيات توپیر او تعصب دلاسه ټول دبېلابېلو هيوادونو کډوال خپلي خپلي سيمي لري په هيڅ يوه سيمه کي هم بېلابېل قومونه يا نژادونه يو ځای نه اوسيږي. تردې چي دکرايې کور يا سرای هم هر ځای څوک په اسانه نه سي ميندلای ځکه هر نژاد بايد په خپله سيمه کي په ځای پسي وګرځي.