کور / تازه خبرونه / روبتګيټس : د نورو ځواكونو د ليږلو په اړه لاپريكړه نه ده شوې

روبتګيټس : د نورو ځواكونو د ليږلو په اړه لاپريكړه نه ده شوې

د امريكا د دفاع وزير رو بت ګيټس ويلي چي افغانستان ته د نورو ځواكونو دليږلو په پريكړه كي وخت شته هغه وويل مونږ په دي غور كوو چي په كي روان جنګ ته د نورو ځواكونو اړه شته كنه .

هغه زياته كړه چه دغه پريكړه به د ولسمشر اوباما په اداره كي تر ټولو سخته او مهيمه پريكړه وي.

ګيټس دغه څرګندوني روسته له هغي كړي چي څو ورځي وړاندي د امريكاد امنيت ملي سلاكار جيمس جونز افغانستان ته د نورو سرتيرو دليږلو په اړه خبردارې وركړي وو او ويلي وو چي بايد په دغه پريكړه پوره پوره غور وشي .

دامريكا د لوړ پوړوچار واكو دغه څرګندوني روسته له دينه راځي چي په افغانستان كي د امريكا او ناټوځواكونو مشر جنرال مكرستال د 40زرو نورو ځواكونو غوښتنه كړي وه او په افغانستان كي يي اوتا كړكيچنه بللي وه .

جنرال مكرستال د طالبانو سره دجګړي په تكتيك كي د ېيښي بدلون غوښتنه هم كړي وه.
هغه ويلي وو چي په افغانستان كي د جګړي موخي كمي ګڼل غټه غلطي ده كه څه هم د تلافاتو كچه لوړه ده .

هغه نړيوالو ته جبر داري وركړي او يلي يي دي چي وخت زمونږ په ګټه نه دي طالبان ورځ په ورځ پياوړي كيږي او په ولس كي يي خواخوږي زياتيږي .

هغه ويلي دي كه چيري مونږ په روان جنګ كي نوي او سمي لاري غوره نه كړو كيدايشي چه د القاعده تنظيم بيا هلته جالي جوړي كړي او نړي تر ستر ګوښ لاندي كړي .