د مسعود د مړیني د ۸تم تلین په یاد غونډه کې رباني غربیان تورن کړل چې په افغانستان کې د شورویانو د ماتی وروسته یې پر مجاهدینو خپلې مرستې بندی کړی، د سخت دریزو او بنسټ پالو په نومو یې تورن کړه او خپلو کې په جنګ سره واچول او سېاف ادعا وکړه او چلنچ یې ورکړ :
“امریکایا کې امدن مجاهدین را از صحنه کشیدن به زعم خود به تناهی آمنیت مې اورد. بیا آلې پوره کنه.” په سر کې باید د ملت پام د دوی دې کړنې ته راواړه وو چې مسعود خو د اسلامی امارت سره د بغاوت په جګړ کې وژل شوی، د شریعت له مخې داسلامې نظام په ضد پاڅون او جګړه ناروا ده او مرتکب کونکې یې باغي ګڼل کېږي سره لدې هم دباغي مسعود یاد غونډه هر کال جوړیږي.
لیکن یو میلون افغانان چې د د شورویانو د اشغال په وخت کې شهیدان شوی هغوی یې داسې هېر کړي ته به واې چې د بړستنې لاندی یې ساه ختلې وی. د خداې پر مخلوق باندې د خدایې حکم چلول، د هغوې پر سر او مال ځان واکدار ګڼل، د خپل دګټو اواقتدار لپاره جنګول، ځان پرې فوق او برتره شمېرل د ظالم مرسته کول او مظلوم څملول دا ټول د دین اوشریعت خلاف کړنه ده لیکن د اسلام ماسک پوښانو دا هر څه وکړل او لاهم یې کوی. کره او څرګنده بېلګه یې د رباني، سیاف، عبداله او ملګرو لخوایې پرلپسی هر کال د مسعود د تلین لمانځل او د یو میلون نورو شهیدانو هېره ول او د لا لوړو مقامونو لرل او تر لاسه کولو په موخه مظلوم ولس د مجاهدینو د حق ګټلو په پلمه په جنګ اچول دي.
اوس به راشو آصلي موضوع ته! ربانې صېب خو د اسلامي نړۍ په عالي پوهنتون الاظهرکې روزل شوی. سپیڅلی قران او احدیث یې تفسېر کړیدی یقیناً چې د دې آیتونو ژباړه به یې آورېدلې وی چې عزت او ذلت د څښتن تعالی لخوا ده. (کوم بنده چې د یو متر په واټن خدای ج ته نزدې کېږي الله پاک یې لس برابره ځانته وربولي او که څوک د هغه له بنده سره یو چند مدد کوی خالق تعالی یې لس چنده مجرا ورکوې د مخلوقاتو د خالق یو قول هم دروغ ندی.
که ښاغلي په ریښتیا سره د خپل خالق په ژمنو ایمان او باور درلودای نو بې له شکه چې جهاد به یې د اسلامې شعور په رڼاکې د دین د دښمنانو په وړاندې کړی وی او د خپل ولس د عزت اوعفت د خوندي کولو په خاطربه جنګېدلی وی. پدې اساس باید رباني د رب العزت د لوی عظمت په قوت او ډاډ تکیه کړیوه او د هغه بې شانه دربار ته د مرستو او مدد هیله من وای. نه هغو ته چې کولتوري، ژبني او آتنېکي اړیکی ورسره هیڅ نلري او د دین او شریعیت بنېادي دښمنانان یې دی. زما مطلب دا ندی چې دوی به د هیواد او اسلام د دښمنانو په وړاندی له غربیانو څخه مرسته نه اخستی. زه په جرآت سره وایم چې ريښتني انسانان باید ریښتني حقیقت ومنی چې موږ دانساني ټولنې جز یو او په کې ژوند کوو.
مکلف یو چې د ورځنې ژوند د پرمخ بیولو اود ښه ځلانده سبا لپاره تن، کورنۍ اوهیواد له نورو هغو سره اقتصادي، سیاسي، کولتوري د راکړې ورکړې تعاون او تعلوقات ولری او هر مسلمان باېد په مشروع او معقولو اړيکې نیولو کې د اصلاح او صفا راوستلو په خاطر په سر کې مسلمانان مخکښ وی، پدی چې اسلام د دعوت دین دی. د رباني صېب په وینا د شورویانو له ماتی وروسته چې امریکایانو پرې مرستی بندی کړیوی دعقل او ریښتني ضمیر په لرلو سره باید د پخوا په شان یې پرې ډاډ او باور نه وای کړای د هغوی غوښتنې او قوماندی به یې نه منلې. دا چې مجاهدین یې ترهګر ونومول نو بیا به یې چورلټه زړه ترې راشکولې وه.
خپل منځي جګړو ته دهڅولو او لمسون په وخت کې باید عقل یې سر ته ورغلې وه. چې دا خو همهغه ابلیس ده چې لومړی یې په نیمایې لار کې یوازې پرېښولو او دوهم یې ترهګر ونومولو او اوس مو د خپل منځي جګړو په ښکیلولو کمزوره اوضعیفه کوی او بل خپلو تورونو ته د حقیقت جامه وراغوندي. د پښتو متل دی …. په عین ځای دوه پلاه ټکر نه خوري نوته څنګه اسلامیست پرفیسور یې چې عیسایانو دری پلاه خطاوېستي. زه پدې باور یم که مرګ درسره جفا ونکړي څه موده وروسته خپل کړي جنایتونه به د عادت له مخې د تېر په څېر د بل په غاړه ورواچوی. تاریخ شاهد دی د امریکایانو د یرغل په پیل کی مو دهمدې جنایتو پړه پر ګلبدین واچوله، چيغه دې کړه په دفاع وزارت کی د ای اس ای او دهغه مخابراتي مکلمې خبرې ثبت دي هغه د پاکستان په حمایه او قومانده پرموږ جګړه تپلې وه.
(بې بې سې ۲۰۰۱/۱۰/۱۷)
او هاغه وخت دې ګمان کاوه چې بایللی د ارګ ماڼۍ به امریکایان را ته له طالبانو وګټی او بوش ته دې زارۍ کولې چې په وړو بمونو چاره نه کیږي د بي52 نه کار واخلې هاغه هم لویشت په لویشت بمونه واچوی پدی چې د طالبانو منګولې د زورې په شان خښې دي.
د رباني د خبرو جاج دادې. که غربیانو پرې ډالر او وسلې نه وای بندی کړی، بنیاد ګر او ترهګر یې نه وه نومولي جمعیت او نظارشورا جګړه نه پیله وله. موږ بې کوره، وږي او تږي افغانان له تاسو پرفیسرانو اواتلانو اسلامیستانو نه پښتووکه بادرانو مو درباندې مرستې بندې کړی وې اوپه ترهګري یې تورن کړي وې پدې کې زموږڅه ګنا وه چې بې پته بې عزته موکړو او د وسلو نښه مو وګرځولو ؟ ولې په حقیقت اعتراف نکوی چې د مجاهدینو د بري په وخت کې د ای اس ای لخوا د څلور میاشتو لپاره ولسمشر نومول شوی وم .
ما او مسعود وخت غنیمت وشمېره د وخت له لومړي وزیر صبور فرید سره مو پدې ډول خبره شریکه کړهږ: “زه ولسمشر مسعود د دفاع وزیر او ته صدراعظم یې ټول حکومتي او دولتي واک له موږ درې واړو تاجکانو سره دی، ۲۵۰ کاله واک له پښتنو سره وه. بخت له تاجکانو سره یاري کړی باید په هیڅ وجه دا چانس له لاسه ورنکړو.” هغه راسره ونه منله ما او مسعود کړی عظم ته تمبه شو. د څلورو میاشتو موده مو څلورو کالو ته وغځوله پدی موده کې مو د پښتنو ښه څټی وښکه، افغانستان مو ټوټې کړای وه خو افسوس طالبانو راباندي ورانه کړه.
نه پوهیږم د خدای بښلي پلار به خوله دې عبدالرسول خطاب کړم او که د وهابیانو له خوا دې په نوی نوم عبدالرب سیاف . ښاغلیه! د هرعالم اوهنرمند ژوند چې دهغه د پوهۍ او فن ترجماني ونکړي په حقیقت کې د نوموړی لخوا پرهغه پوهې او فن ملنډې وهل دي. تاسې د اسلامي عولومو په زده کړه کې ماشا الله پروفیسران شوی یې. ملت مو په ځیر ویني چې څه وایې او څه کویې، اوس نو د خپل ضمیر غږ له خولې وباسه چی د تاسو عمل او ژوند د قرآني پوهۍ ترجماني کوي؟ که ځواب موهو وي. نعوذوب الله نو قران به د غدارۍ، جاسوسۍ، عوام وژنې، لوټوتالان، د خالق په مخلوق باندې ځان اعلی او برتره ګڼلو اجازه درکړی وی؟ عزتمنده تاسو د دڅښتن تعالی د دین په لار کې جهاد کړی، مجرا مو له ملت نه واخسته او لا یې اخلۍ، آجر مو باید په هغه دنیا له رب العزت نه غوښتی وه لیکن تاسو پدې دنیا له بنده ګانو واخست.
همدا رنګه تاسو ته ورته پاکستاني دیني عالم درې کاله پخوا د اسلام آباد په سره جومات کې له سلو زیات دیني زده کونکي د جهاد په نامه په پنجابي پوځ شهیدان کړل پخپله په ښځینه جامه کې ځان یې دولت ته وسپاره چې مړ نشی، قاضي حسین آحمد په نورو پښتنو خویندو باندی زده کړه او په دوتروکې کارکول د شریعت خلاف ګني خو پر خپلې لور په لندن کې پوهنتون لولي او د پارلمان استازی یې ټاکي. مولانا فضل الرحمن ټنګ ټکور دشیطان عمل ګني د لېدو او آوریدو نه یې خلک منعې کوی پخپله ورته په لومړي کتار کې کښنې او چکې وهي. که تاسو پر اسلام داسې ملنډی نه وای وهلې ډنمارکي او هالنډی سیاستوالو به د محمد ص کاریکاتور نه وه ایستلي او د فتنه فلم به یې نه جوړاوه او د دین دښمانانو به ترهګرۍ د اسلام سره نه تړله. سیاف صیب لېونې به هم پدې ښکره ورو دروغو خطا نه باسې چې امریکایانو تاسې بې واکه کړی یاست. ته سرچپه خبرې کوی پدې چې په ۱۳۷۵یم کال طالبانو له کابله پسې واخستۍ کال وروسته مو کولاب پته ځای شو.
په ۲۰۰۱وم کال کې ګبر بوش د سیاسي آبدی مرګ نه یې وژغورلې د کولاب او بدخشان له څمڅو یې راوه ایستلې ټول سیاسي واک یې دروسپاره .که خفه کېږی نه، د یوی شېبې لپاره رښتنی فکر وکړه که بوش طالبان نه وه پرځولي اوس به کابل کې په ښکاره ګرځېدلی وې پرته لدې چې د متوکل او ملا عمر پرلاسو پرې وتلې وی. د آمنیت د راوستو په هکله دې باید سپړ نه وه کړای.ځکه چې په ۱۳۷۲یم کال کې پیاوړی مرکزي حکومت په میراث درپاتی شو خومیاشت وروسته د اېتلافي ملګرو لخوا کوڅه واک شوی لوې لارې او ښارونه آمنیت وه نه چې هاغه آمنیت موټینګ نه شوای کړای بلکې کلې،کوڅه او کور موهم ناآمنه کړل. د خنداوړ خبره یې داده چې تراوسه یې پر اشغالګرو قواوو کاڼی نده ګوزار کړی،مرمۍ او پټاقۍ خولاڅه کوی پوقانه یې پرې نده چولې اوبیا چلنچ ورکوی .
د منطق له مخې او دافغاني دود او رواج په اساس چلنچ ورکول په ښکیلو غاړو کې ګټونکی لوري او یا دریمګړې یې بایلونکې ته ورکوی نه چې ملګری یې بایلونکی ته چلنچ ورکړي پدې چې دهغه ماته پحپله د ده نابودي ده. سیاف اوس غواړي چې دکابل د حکومت د څوکیو په څېرد مقاومت ویاړ هم د ځان لپاره غنیمت کړی او د اشغالګر د سرتیري تر څنګ د مقاومت ویاند شی .دېته وایې د اسلامې عولومو پروفیسو او جهادي لیډر .