پرون يکشنبه د پكتيا ولايت په مركز ګرديز ښار كې ګڼ شمير ښځو د يوې غونډې په ترڅ كې د ټاكنو د نهايې پايلو د ژر تر ژره اعلانيدو غوښتنه وكړه.
په ولسي جرګه كې د پكتيا د خلكو استازې شريفې زرمتۍ غونډې ته د وينا په مهال وويل چې د پكتيا ښځو په ډيرو ستونزمنو حالاتو كې رايې وركړي او دوی د ټاكنو د خپلواك كميسون څخه غواړي چې ټاكنې دويم پړاو ته و نه ځنډيږي او دا غوښتنه هم كوي چې د ټاكنو نهايې پايلې ژرترژره اعلان كړي .
په غونډه كې د يو پريكړه ليك په صادرولو سربېره داهم وويل شول چې د پكتيا ښځې به د ټاكنو په دويم پړاو كې ګډون ونه كړي .
د يادولو وړ ده چې څۀ موده وړاندې هم ددې ولايت د قومي مشرانو او د مدني ټولنو د استازو لخوا په يوه غونډه كې د ټاكنو د نهايې پايلو داعلان غوښتنه شوي وه.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه