هر نفس د مرګ څکه کوي ـــ (مريمه صالحي)
خدای بخښلی عبدالهادي ((ريشاء صاحب)) چي موږ خان آغا ورته وايه د هغه دوامداره ناجوړۍ څخه د روژې د مبارکي مياشتي د ۲۹ روځي په سهار، چي د سپتمبر د مياشتي د ۲۰ ورځي کال ۲۰۰۹ع سره برابره وه په پاکستان کراچي کي د مهاجرت په خوږمن زړه او وجود باندي ځان حق ته وسپاره او موږ يې ټوله وژړولو.
انالله و انا الهی راجعون
مرحوم ريشاء صاحب د ښو اوصافو څښتن و. نه پو هېږم دکمه سره يې شروع کړم؟ خدای بخښلی خان آغا مهربان ، موءدب، معلم، مدبر، منور،محقق، مدرس، او د حق تعالی سره د خاصي علاقې موفق شخصیت و، په خپله خانه کي.
خان آغا پر خوارانو ، مريضانو ، کورنۍ، ټولني ، هيوادوالو،نړیوالو، او ټول بشر باندي يو خاص شفقت درلود. په کورنۍ او ماحول کي و هر دوست ته په مرسته ور څرمه و، او هر چا ږغ پر کاوه، یعني د ښې او توښۍ دوست و. په سرومال هرچاته حاضرېده. په ژوند کي يې هدف د بشر( د فقيره نيولې تر اميره) آرامي اوخوشحالي وه. اته ښايسته ، مودبه ، تعليم يافته او په ژبه پوه اولادونه ، څلورزامن او څلور لوڼي ، څلور ښه زومان او څلور اهلي مږندي سره د ګلاليو لمسيانوځيني پاته دي چي يوې ډيري ښې مور په خپله پاکه لمن کي روزلي او لوی کړي ، خدای(ج) دي برکتونه نور هم ورکړي.
مرحوم ریشاء خوش قواره ، مهذب، ظريف د ميلو شوقي او خپل صحت ته يې هم خاصه توجه کوله. دروازه يې هميشه خلاسه وه او سترخوان يې هوار او ډېر سخي سړی و. د خپل پلرني کور په سپينه خونه کي يې پر پاک ديوال په غټه ليکه ليکلي وه چي (خـــــــانــــده !) دې کلمې خاص مفهوم درلو چي د صاحب نظرانو ډېر خوښېده.
خدای(ج) دې وبخښي. آمين
( د مرګ څکه )
ته عبدال د پاک الله وې
ته هادي د خلق الله وې
ته په کور کي ګل آغا وې
زموږ د ټولو خان آغا وې
اولادو ته اباجان وې
کور والا باندي ډېر ګران وې
ته همدرد دخوار غريب وې
هر مریض ته ښه طبیب وې
کورنۍ ته خدمتګار وې
په سر مال ورته تیار وې
د هردوست ناره تر تا وه
ستا خبره تسلا وه
ته سخي وې نیت دي خلاص و
وهر چا ته دي در خلاص و
پر کشرانو مشفق وې
د مشرانو محقق وې
د بشر په درد دردمن وې
د ملت په غم غمجن وې
ښه مخکښ د صداقت وې
لوی باني د عدالت وې
ژوند دي ټوله په ريشتيا و
د انصاف حساب پر تا و
ته شاعر وې هم اديب وې
د پوهني ښه حبيب وې
د سوچه پښتو معارف وې
دخوږې ژبي تعريف وې
د راستۍ سیاستمدار وې
د نړۍ لوی ابتکار وې
پر چوکۍ د شوراګانو
و ملت د خوارانو
ستا آواز هميش بلندو
هم صادق او هم راستمند و
دا مضمون راڅه اوږديږي
روڼي اوښکي مي بهيږي
خوږمن زړه مي ډېر سوځيږي
په هيڅ رنګ نه تسل کيږي
نو:
پدې وخت دلوی سهار
څه ښه وخت د استغفار
زموږ درغلی ته قبول کړه
په فردوس کي یې مقبول کړه
تلو دي ډېره نخره وکړه
چه تا څکه د مرګ وکړه
دسپټمبر ۲۰ مه،۲۰۰۹
ورجنيا – امريکه