رویټر د کابل څخه په خپل تازه خبر کي وایي چي په وردګ ولایت کي یو افغان عسکر هغه مهال دوه امریکایي پوځیان وویشتل او ویې وژل چي هغوی په خوب بیده وو او دوه نور یې هم زخمیان کړل .
دا پیښه د پوځي عملیاتو څخه د دواړو پوځونو تر راستنېدو وروسته وسوه خو خبر نور تفصیل ور نکړ چي دا ولي وسوه او د افغان عسکر برخلیک څنګه دئ ، آیا هغه نیول سوئ یا وژل سوئ که څنګه .
د یو بل خبر له مخي چي اسوشیټیډ پریس خپور کړ په وردګ ولایت کي یو بل امریکایي پوځي د هغه زخمونو له امله پرون مړ سو چي په یوه بمي چاودنه کي ټپي سوﺉ و .
په دې سره په افغانستان کي د امریکایي پوځیانو تلفات ۸۵۹ ته ورسېدل .