کور / تازه خبرونه / د ښځو د حقونو څخه د دفاع په موخه سیمه ایز کنفرانس جوړ شو

د ښځو د حقونو څخه د دفاع په موخه سیمه ایز کنفرانس جوړ شو

کابل د شنبی پر ورځ د افغانستان، پاکستان او هندوستان دښځو د حقونو د یو شمیر فعالانو د سیمه ایز کنفرانس کوربه وو.

پدی کنفرانس کی چی د دریو واړو هیوادونو د پارلمان ځینو وکیلانو او د ښځو د حقونو د دفاع ټولنو ښځینه استازوګډون کړی وو د غونډی جوړونکو په سیمه کی د ښځو پر حقوقی،روزنیز، او امنیتی وضیعت اندیښنه څرګنده کړه.او ددی کنفرانس د جوړولو موخه یی په سیمه کی د ښځو د ستونزو لیری کول او د سولی لپاره د لاری هوارول په ګوټه کړل.

پدی غونډه کی د افغانستان د پارلمان غړی صفیی صدیقی وویل ورته غونډه پخوا په هندوستان کی هم جوړه شوی وه چی ددری واړو هیوادو دښځو ستونزو په اړه پری خبری شوی وی، اوس دتیری هغی په دوام په کابل کی د دری واړو هیوادو د ښځو حقونو فعالانی بیا راټولی او د موضوع اړوند خپل سوچ او اند سره شریکوی .

پدی غونډه کی د پارلمان بلی استازی شینکی کړوخیلی وویل پردی اړوند بله غونډه چی په پاکستان کی جوړیږی.

د نوموړی پر وینا ددری واړو غونډه پایلی به له خپلو حکومتونو سره شریکی او ددی ستونزو دلیری کولو لپاره به خپلو حکومتونو ته طرحی وړاندی چی په عملی کولو کی ورسره مرسته و کړی.