فرانس پریس آژانس او رویټر خبر ورکوی چی په تیرو ۲۴ ساعتونو کی د ناټو پنځه پوځیان وژل سوي دي .
څلور یې امریکایی پوځیان دي ( چی دوه یې په کندهار کی د دوی په کاروان کی د بم لرونکی موټر د وهلو له امله ووژل سول ، درېیم پوځی یې هم په ختیځ کی په راکټ وویشتل سو ، څلورم یې په خوست کی د چاودنی ښکار سو . ) پنځم پوځی هم برتانوی دئ چي په هلمند کی د چاودني قربانی سو .
خبر زیاتوی چی د روان کال په نهو میاشتو کی په افغانستان کی ۳۸۴ بهرني پوځیان وژل سوي ( چی د دغو څخه ۲۲۶ یې امریکایان ، ۸۲ برتانویان او متباقی د نورو هېوادونو مربوط دي . )