کاناډایی ورځپاڼی ( ګلوب اینډ مېل ) خبر ورکړ چی کاناډایی پوځیانو پرون د کندهار په پنجوایی ولسوالۍ کی دوه ملکی هلوکان ( ۱۴ کلن او ۱۶ کلن ) چی پر موټرسایکل سپاره وو ، وویشتل او ځای پر ځای یې شهیدان کړل .
پوځیان طبق معمول ادعا کوی چی هغوی زموږ د اخطارونو سره سره و نه درېدل نو ځکه موږ د طالبانو ګومان پر وکړ او ومو ویشتل . یو کلیوال چی اسدالله نومېدﺉ وویل چی « خلک وایی کاناډایان زموږ د امنیت د ساتلو لپاره راغلي دي مګر اوس خو یې وینو چی هغوی نا امني راولی . »
کاناډایی پوځ تر اوسه کوم معذرت نه دی غوښتی .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه