لغمان ولايت: د لغمان ولايت د مركز مربوط د احمد شاه مسعود تجربوى منځنى ښوونځى نوى جوړى شوى ودانى دروان كال د تلى د مياشتى په ۱۱ مه نيټه، د نوموړى ولايت د والى لطف الله مشعل او د پوهنى رئیس اسدا لله رويا لخوا په داسي حال كى چى د دولتى ادارو يوشمير مئسوولينو، قومى مشرانو، ښوونكو اوزده كوونكو ګډون درلود د پتى په پريكولو سره افتتاح اوګتى اخيستني ته وسپارل شوه.
د نوموړى ودانۍ تعمير په پاخه او اساسى ډول په دوو پوړنوكى د پوهنى وزارت د ارتقاى ظرفيت معارف دبرنامي لخوا ديو سلو ۵۳ زرو امريكايي دالرو په مجموعي لګښت د يو كال په موده كي جوړه شوى ، چى ۱۶ درسى ټولكى، ۸ ادارى خونى او نور ضرورى ملحقات لرى چى په يوه وخت كى د۸۰۰ تنو زده كوونكو ګنجايش لرى.
د يادونى وړ ده چى په نوموړى ښوونځى كى ۲۵۵۰ تنه هلكان زده كوونكو ته د ۶۸ تنو ښوونكو لخوا زده كړه وركول كيږى.
د يو بل خبر له مخي په تخار كې د ښوونځيو مديرانو ته پنځه لس ورځنى وركشاپ جوړ شو .
د تخار ولايت د مركز او ولسواليو د ۲۵ ښوونځيو مديرانوته نن د ميزان په ۱۱مه د سويډن د كميټې لخوا د اداري چارو په اړه درى ورځني سیمينار پيل شو.
دغه سیمينار چې مالي لګښت يې د همدغې كميټې لخوا وركول كيږي ۱۵ ورځې به دوام وكړي او ګډونوالو ته به يې د دريو ترينرانو لخوا په مديريت، نظارت، احصائيې او ارزيابۍ سربيره ګڼ نور اداري موضوعات هم ورښودل كيږي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه