د عدل کلیمه د برابری او مساواتو کلیمه ده،د رسالت کلیمه د پیغام وړلوکلیمه ده، د حاکمیت کلیمه د حکم د صادریدلو سلاحیت یا مشری پرغاړه لرلولقب دی. د تاریخ په اوږدو کی دوه رقمه حاکمانوپه ټولنه کی خپل رول لوبولی دی.
۱- عادل حاکم: هغه حاکمم وی چی د منصب د رسیدلو څخه مخکی د ټولنی په ستونزو پوه وی او د عامو وګړو او بی وزلو انسانانو د ټولنیزژوند د پرمختیا لپاره نیک نیت اود پاکو احساساتو څخه ډکه قوی اراده ولری. کله چي عادل حاکم د خپل مقام چاری په رسمی توګه تسلیم کړی، نو بیا د ټولنی د خدمت لپاره په فکری ډول د ډیرلوی مسولیت احساس کوی. او په ذهنی ډول د تل لپاره اندیښنه لری ترڅو خدای مه کړه د هغو د حکمرانی په چارپیریال او ټولنه کی څوک عام وګړی بی ځایه ازیت نه کړی. او یا یی حقوق ضایع نکړی، نو لدی کبله عادل حاکم کوښښ کوی چي صادق ، ایمانداره، او وفاداره مشاورین د خپل ځان لپاره انتخاب کړی. تر څو په نیکو کارونوکی د هغوی د نیکو نظریاتو او مشورو څخه برخمن وي، او په عین حال کی عادل حاکم د خپلو نیکو او با احساسه مشاورینو په ضریعه د هیواد یا د ټولنی په هره برخه کی د خپلو هیواد والو سره اړیکی ساتلی او پرحال ای خبروی. د عامو وګړود اقتصادی، اجتماعی، سیاسی، صحی او تعلمی چارو څخه د خپلو نیکو مشاورینوپه مرسته سره حال لری، او که چیری عام وګړي له کومی ستونزو سره مخامخ کیږی او یا د خپلو ستونزو د حل کولو لپاره د عادل حاکم مقام څخه د مرستی لپاره کومه مطالبه ولری نو عام وګړی د عادل حاکم مشاورینو ته مخه کوی تر څو د هغوی آواز عادل حاکم ته ورسوی، ترځو د هغوی د ستونزو لپاره د حل لاره پیدا کړی. په حقیقت کی عادل حاکم يواځی د دی توان نلری چي په بشپړ توګه د عامو وګړو په حالت باندی خبرشي، بلکی د عادل حاکم مشاورین او سلاکاران د هغه صادقانه وفاداری د بیعت په اساس باندی خپله مقدسه وظیفه پر مخ وړي. چي په نتیجه کی ای عام وګړی خوښ وی او عادل حاکم همدارنګه د خپل حاکمیت په بهیرکی احساس د خوښی کوی او رعیت ای ترینه راضی وی، په هیواد کی عام وګړی د هغی د بریالیتوب ،سرلوړی او سلامتیا لپاره دوعاګانی کوی. چی دا کار په خپل ذات کي سبب د اتفاق ، اتحاد، اعتبار، ملی حاکمیت، غوره اقتصاد، صحی پرمختلا، اود پوهنی او روزنی آسانتیاوی هیواد والو ته ورپه برخه کوي. ګاونډي هیوادونه او جهانی ټولنی داسي عادل حاکم ته د قدر،احترام اوعظمت په سترګو ګوری. د فلسفی په اساس حاکم او راعی د جسمي هیکل په لحاظ کوم توپیرونه نه لری خو صرف د فکر او احساس په په لحاظ له یو بل سره غوره بیلوالی لری. هراوښیار حاکم د حکمرانی په بهیرکی د اوچتو افکارو خاوند وی. د سیاسی افتکارپه اساس ځنو فلیسوفانو داسی نظرونه ورکړی دی چي عادل حاکم حتی د خپل خوب په بستر کی د ملت د خدمت لپاره په فکرونوکی غرق وي. عادل حاکم د همیشه لپاره د خوښي احساس نه کوی، ځکه چي د تل په شان د هغه په دماغ کی داسی راګرځي حاکمیت غوره مسولیت دی، اخ کاشکی ما د خپل رعیت لپاره ډیر خدمت کړی وی، نو لدی کبله د تل په شان دا اندیښه لری چي خدای مکړه د خپل حاکمیت په دوره کی کوم غبن تری ونشي. او عادل حاکم د تل په شان خپله خوښي د رعیت په رضایت کی ویني.
۲ـ ظالم یا جابرحاکم : هغه کس چی نفسي خواهیشات ای پر مغزونوپه بشپړ توګه حاکمیت ولری، او د روانی لحاظ څخه دماغ ایی د تل لپاره د خپل نفس ترکنترول لاندی وی. د هغه زړه د تیږی په شان وی، او په دماغ باندی ای داسي قلف لګیدلي وی چي د خلاصون لپاره ای هیڅ دلیل او منطق علاج نشي کولای. د میثال په توګه زړه ای په هیچا نه بده ایږی ترحم په هیچا نلری، د عامو وګړو د ازیت څخه لزت وړي په هیځ انسانی معیارونو عقیده نلری او بالاخره د تل په شان په داسي فکرکی غرق وي چي ډیر مال او شان پیدا کړی، که د هری لاری څخه وی. کله چي د حق خبریا نظر اروی ډیر بد پری لګي، او نه ای خوښي چی پاک انسانان په خپل چارپیر یال کي وساتي، او یا د نیکو انسانانو سره د ملت دخدمت لپاره ګډی کاری اړیکی ولری. د روان شیناسي په لحاظ دا ډول ناروغي هغه سرحد ته رسیدلي وي چي هیځ علاج نه کیږی، او صرف ځان او خپل نظریات تر هرڅه ډیر مهم بولی. د هغه د ناوړو اعمالو او د ظلم او زور له وجهي ډیر انسانان وژل کیږی، او ډیر اطفال یتیمان ایږی او ډیری کوروني بی سرپنا کیږی. سربیره له دی چي د هیواد عام وګړي د هغه د ناوړه عمل څخه په عذاب وی، بلکی د هیواد اقتصاد، ښونه روزنه، فرهنګی، ټولنیزه او سیاسي چاری ای د خطر سره مخامخ کړی وي. نه تنها دا چي هیواد ای د بی وزله حالاتو سره مخامخ کړي وي بلکی عام وګړي ای د تاریخ په صفحو کی د یوه جابر، ظالم، مکار حاکم په القابو ملقب کوي او د هیچا په خوله دوعا نه ورته راځي بی له نفرت او ښیرا څخه.
رسالت: یعنی د پیغام وړل چي د بشری تاریخ په اوږدو کی د الله تبارک وتعالی د نبیانو څخه پیل شوی تر څو د انسانانو د لارښونی او د معرفت په لوړخپلي دندي ته دوام ورکړی وه. د رسالت کلیمه همدارنګه د توصي او ابلاغ لپاره هم استعمال کیږی، د میثال په توګه د یوه غوره عالم لیکنه او ارشادات په یوه کتاب کی د ټولنی د بهبود لپاره یو نیک رسالت یادیږي، که دا ډول عالم ژوندی په ټولنه کي د قدر وړ بلل کیږی. اوکه په حق ورسیږی د هغه کتاب ټولنی ته میراث او نویو زلمو لپاره لارښود ګرځی، په همدا ډول د یوه قوم د مشرنیکه توصیه د خپل قوم لپاره، غوره او د منلو وړده که چیرته د قوم مشر وفات شي نو د هغه وصیت او تګلاره د قوم د وګړو په ذهنونو کی پاتی بلکی د ټول قوم لپاره لارښود ګرځي. همدا ډول د یوي کورني مشرپه بشپړ ډول مسولیت لری تر څود خپلی کورني وګړوته نیکه توصیه وکړی، او له بدو اعمالوڅخه لکه دروغ ویل، د وخت ضایع کول، ، کنزا کول، بالآخره هر هغه بد عمل چي د یوه فعال او نیک انسان په لاره کی خنډ ګرځي د خپلی کورني وګړی وزغوری. پلار او مور غټ رول لری ترځو خپلو زامنو او لورګانو ته نیکه لارښونه وکړی چي دا نه تنها د کورني نوم پري نیک یادیږي، بلکی د ټولني د پرمختیا او سوکالي لپاره ګټور تمامیږی.
په سیاسي لحاظ سره هره ټولنه یا هیواد چي د غوره اقتصاد خاوند وي، د هغو یواځني وجه د هیواد علمي کدرونه، او د با شجاعته کارکونکو کلک عزم او اراده ده. له دی کبله د نړي نورهیوادونه د هغه د اقتصادي تاثیرلاندي راځي ځکه هغوي د خپلو اجتماعي ټولنو لپاره ډیري آسانتیاوي برابری کړي، د خپلومشرانواجتماعي، سیاسي، او اقتصادي پیغامونه څیړني ای د هیواد په ټولو پوهنتونونو کی تدریس کیږي. په هرډول د بډایو هیوادونودعلماو ارشادات خپلو بچیانو او شاګردانو ته په لاندي ډول بیانیږي:
هغه تکلیفونه او زحمتونه چي زمونږ نیکونو او پلرونو زمونږ لپاره په غاړه آخیستي هغوي زمونږ لپاره خدمت کړي. د هغوي د کارنامو د احترام لپاره مونږ باید د هغوي پرشان دوه ځلی زحمت وباسو ترڅو وکولاي شو ښه راتلونکی ولرو، او راتلونکي نسل ته نورهم د ستایني وړ خدمت وکړو.
زما توصیه ګرانو هیواد والو ته دا ده که د هري کورني مشر وتوانيږي چي خپل ماشومان د محبت په فضا کي سالم وروزي، ښاغلي پلار اوآغلي مور زحمت وباسي ترڅوخپل بچیان ښوني او روزني ته تشویق کړي. نه تنها چي په دغوغوره او نیک کار سره به دوی د خپلو بچیانوراتلونکو ته خدمت کړی وي. بلکی د ګران افغانستان لپاره به ای عادل حاکمان،غوره استادان، اود عظیم رسالت خاوندان روزلي وي، ترڅوپه اینده کي وکولاي شو د جهاني ټولني سره سم د خپل ګران افغانستان د خلکو ټولنیز ژوند برابر کړي.
ومن الله التوفیق
په درناوي
د آسیا او میډلیست د سیاسي چارو کارپوه
حمید الکوزی د سیاسي زدکړو ماستر
Department of Political Science
University of Waterloo