د جرمني پخواني لومړي وزير څرګنده كړې چې لويديځ د القاعدې د تشكيل په له منځه وړلو كې ماته خوړلې او نه دى توانېدلى چې د القاعدې شبكه كمزورې او يا هم له منځه يوسي. نوموړي ويلي چې ما په خوا هم ويلي و، او په دې هېواد كې د جرمني ځواكونو د ماموريت له پيل څخه زه د دوى په بريا باندې شكمن وم. د جرمني پخوانى لومړى وزير په داسې حال كې دا څرګندونې كوي چې د ايټاليا هېواد هم غواړي چې له افغانستان څخه د خپلو ځواكونو د وتلو مهال وېش په ډاګه كړي. وړمه ورځ په هېواد كې د جرمني پخواني لومړي وزير هلمت سميت (Helmut Schmidt) پر پوځي وضعيت اندېښنه ښکاره کړه او ويې ويل، چې د دغو عملياتو په پايله کې هدف نه تر لاسه کېږي.
نوي کلن هلمت سميت د جرمني ډاى ذېټ (Die Zeit) اونيزې ته په مرکه کې ويلي، د دغو عملياتو په پايله کې چې يوه لسيزه يې په پوره كېدو ده، تر اوسه پورې هدف نه دى تر لاسه شوى.
جرمني په افغانستان کې د ځواکونو د شمېر له نظره د ناټو په هېوادونو کې له امريکا او برېتانيا وروسته درېيم ستر هېواد دى. دا هېواد افغانستان ته د نورو ځواکونو له لېږلو سره مخالفت کوي.
دوى بايد مخالفت وكړي، ځكه چې لويديځ ونشو كړاى چې په دې هېواد كې بريالى شي او يا هم خپلې موخې تر لاسه كړي. د جرمني هېواد كولاى شي چې د دې هېواد وضع وڅاري او بيا ورته څرګنده شي چې آيا د دوى لپاره په دې هېواد كې پاتې كېدل ګټور دي او كه وتل، د دوى لپاره دې هېواد ته د نورو پوځيانو لېږل وړ دي او كه نه؟ ځكه چې دوى ېه دې څه كم يوې لسيزې كې ونه شو كړاى چې افغانانو ته امنيت راولي نو كه چېرې دوى څو لسيزې نور هم پاتې شي نو وبه نه شي كولاى چې په دې هېواد كې امنيت رامنځ ته شي.
نوموړى پخواني لومړي وزير سمېت، چې د جرمني له لوري د وسلو له صادراتو سره مبارزه کړې ده، ويلي: لويديځ د القاعده شبکې د تشکيل په له منځه وړلو نه دى بريالى شوى او دا شبکه توانېدلې چې د پاکستان شمال لويديځ ته لاړه شي.
سمېت همدا راز ويلي، چې په افغانستان کې ټاکل شوي هدفونه په اوسنيو وسايلو (د ځواکونو په شمېر) نه شي تر لاسه کېداى او دى په دې باندې له هماغه پيل څخه شکمن و، چې جرمني ځواکونو په افغانستان کې ماموريت پيلاوه.
نوموړي زياته كړې:((زه په عين حال کې هغو ځوانانو ته ډېر درناوى لرم چې خپل ژوند يې له خطر سره مخامخ کړى او نه غواړم چې د جرمني حکومت ته د هغوى په اطاعت کې تزلزل راولم.))
كه چېرې د جرمني هېواد خپل پوځيان له افغانستان څخه وباسي نو كېداى شي چې ډېر نور هېوادونه هم دا لاره غوره كړي، په دې سره به لكه چې څرګنده ده چې دا يوه امريكايي جګړه ده لا ښه څرګنده شي، او ناټو به نور خپل سرتېري بې ځايه نه وژني. او نه به هم نور خپل پوځيان د افغانانو لپاره په امنيت راوستو، د ترورېزم په له منځه وړلو او داسې نورو نومونو نه غولوي. څه كم يوه لسيزه جګړه او په هېواد كې د لس سلنه امنيت نه شتون دا پوښتنه پيداكوي چې دا جګړه د امنيت راوستو لپاره ده او كه د امنيت د خرابولو لپاره، ځكه چې د اته كاله پخوا امنيت او اوس امنيت ډېر سره توپير لري. هغه وخت هر چا كولاى شول چې په ډېره آرامۍ سره د هېواد هرې سيمې ته لاړ شي خو نن ورځ ډېر كسان چې يا دولتي دندې لري او يا هم له موسسو او كمپنيو سره كار كوي نه شي كولاى چې په ارامه د هېواد هرې برخې ته په ځانګړې توګه جنوبي سيمو ته لاړ شي. نو ځكه نن ورځ د افغانستان جګړې ته د امنيت له منځه وړلو، ناارامي راوستلو او ګډوډۍ ته د لمن وهلو جګړه ويل كېږي.