کور / تازه خبرونه / د سولي او ملي يووالي لپاره د لويي جرګې د رابللو غوښتنه وشوه

د سولي او ملي يووالي لپاره د لويي جرګې د رابللو غوښتنه وشوه

په افغانستان کی د سولی د یووالی او د بیا ودانولو لپاره د ستری جرګی په نوم بنسټ سرلارو په کابل کی د یوی خبری غونډی پرمهال د لویی جرګی د رابللو غوښتنه وکړه.

دا غونډه چی دپنجشنبی پر ورځ په کابل کی جوړه شوی وه دنوموړی بنسټ اجرایوی مشر ایام الدین ایام په جګړه کی پر ټولو ښکیلو ډلو غږ وکړ چی د پنځو ورځو لپاره اوربند او د سولی لپاره غاړه کیږی دی.

ښاغلی ایام وویل کچیری وسله والی ډلی په افغانستان کی د سولی د رامنیځ ته کولو لپاره جنګیږی نو باید پنځه ورځنی اوربند ومنی.

نوموړی وویل چی دوی دسولی بهیر ته وسله والو مخالفینو د راماتولو لپاره کابو یوکال کار کړی خو پدی اړه یی له ډیرو معلوماتو ورکولو ډډه وکړه.

د لویی جرګی درابللواو په سوله کی د وسله والو مخالفیو د راګډیو طرحه دبن د کنفرانس د بنسټ ایښودونکی وحید وحیدالله دافغانستان د اوسنی کړکیچ د له منیځه وړلو لپاره وړاندی کړی ده.

پدی طرحه کی په دریو اساسی موضوعاتو په افغانستان کی دسولی او بیا رغونی لپاره یووالی رامینځ ته کول ،د انتقالی لویی جرګی رابلل او د عمومی ډیموکراتیکو ټولټاکنوپه ترسره کیدلو ډیر ټینګار شوی دی.

پدی غونډه کی دنوموړی جرګی مشر ایام الدین ایام د افغانستان په امنیتی ځواکونو تور ولګاوه چی دوی ته یی ددی غونډی د جوړه موقع نه ورکوله.

نوموړی په امنیتی څانګو نیوکه وکړه چی دوی په پلازمینه کابل کی ددی غونډی امنیت نشوای ټینګولای او زیاته یی کړه چی پدی برخه کی ورته اوسنی حکومت خنډونه رامینځ ته کول.

موږ هڅه وکړه چی پدی اړه ددولتی چارواکو غبرګون هم واخلو خو له ډیرو هڅو سره سره ونه توانیدو.