د ملګروملتوسرمنشي بانکي مون په افغانستان کې دخپل ځانګړي استازي کاى ايده مرستيال پیټرګال بریټ له دندې څخه شړلى دى .
د ملګرو ملتوویاند( مایکل مونتاس ) رسنيوته ويلي چې بانکي مون پرېکړه کړې چې له افغانستان څخه پیټرګال بریټ امريکاته ور وغواړي او په افغانستان کې د ملګروملتو د دفتریوناما د خاص استازي د مرستیال په توګه د هغه د مرستیالۍ دنده پای ته ورسوي .
تردې مخکې ویل سوي وو چې ګال بریټ ديوه رسمي ماموريت لپاره دامريکامتحده ايالاتوته تللى .
خو د ښاغلي بانکي مون د ویاند اعلامیې وښودله چې ښاغلی ګال بریت له خپل مشرکا ى ايده سره د افغان انتخاباتو پر سر د اختلاف له امله یومخ له خپلې دندې شړل سوى.
دسياسي چاروشنونکي د پیټرګال بریت ګوښه کېدل د ولسمشرکرزي لپاره یوبری بولي .
بلخوادلته په کندهارکې ګڼ شمېرښاريانودملګروملتونودسرمنشي له دغې پرېکړي څخه ستاينه کوي اوغوښتنه لري چې بايد دهرهغه باندني په وړاندې ورته چلندوسي چې دافغانستان په کورنيوچاروکې مداخله کوي .