زابل کې دباندنيوځواکونوپرپوځي ګاډي دسړک دغاړي دماين چاودنه سوې .
که څه هم سيمه ييزچارواکې پکې د ٢ تنورومانيايې سرتيرودټپي کېدوخبره کوي خوخپله باندنيوځواکونوپدې اړه څه ندي ويلي .
پېښه دزابل په ختيځه والسوالۍ شاجوى کې تيره شپه څه باندې ٩ بجې هغه مهال رامنځ ته سول چې باندني ځواکونه په يوه امنيتي ګښت بوخت وو.
دزابل دشاجوى والسوال عبدالقيوم وويل چې چاودونه دوالسوالۍ په کلاخېلوسيمه کې رامنځ ته سوې او ددوى دمعلوماتوله مخې پکې ٢ تنه رومانيايې سرتيري ټپيان سوي دي .
دقيوم په ويناچې پېښي نورزيان ندى رامنځ ته کړى .
په زابل کې دنړيوالوسوله ساتوځواکونوايساف په چوکاټ کې رومانيايې سرتيري مېشت دي چې ترډيره پوري دکابل – کندهاردلويې لاري دامنيت چاري په غاړه لري .
طالبانوپه شاجوى والسوالۍ کې پررومانيايې سرتيري دبرمسوليت په غاړه اوپکې يې د٥ تنورسرتيرو دوژل کېدوادعاکړې .
خپله نړيوالوځواکونوپدې اړه څه ندي ويلي