په میدان وردګ ولایت کې د (usaid/lgcd/se) لخوا د (۱۸۰۰۰۰) زره امریکايي ډالرو په مالي مرسته د دانکشافي شوراګانو سره دولایت والي محمد حلیم فدایي لخوا داتلسو(۱۸) بېلابېلو پروژو تړون لیکونه لاسلیک شول.
په هغه غونډه کې چې دولایت په مقام کې جوړه شوې وو پکې دنرخ،جلریز اومیدانښار دانکشافي شوراګانو استازو برخه واخیسته،د پروژو دتړون لیکونو د لاسلیک پروخت ښاغلي والي راغلو انکشافي شوراګانو او قومي مشرانو څخه مننه وکړه چې دوۍ په دغه دریو ولسوالیوکې دعامه ساتنې پروګرام غښتلی کړی اوخپل بچې یې دخپلې سیمې دامنیت لپاره د عامه ساتنې پولیسي پروګرام په لیکو کې دخدمت لپاره ورکړی دي .
همدارنګه ښاغلي فدایي وویل دا هغه پروژې دي چې ستاسو لخوا وړاندیز شوې وی او دادی نن د (۳۰) وړاندیزشوو پروژو څخه د(۱۸) تړون لیکونه تاسو سره لاسلیک شي او په راتلوونکي کې به داډول نورې پروژې هم پلې شي،ښاغلي والي د شوراګانو څخه غوښتنه وکړه چې دپروژو په ښه تطبیق کې شفافیت، موثریت او عدالت څخه کار واخلي، راغلو شوراګانو داستازو لخوا ولایت مقام ته ډاډ ورکړل شوو چې ورکړل شوې پروژې به ښه ډول پلې کوي او په دې برخه کې به خپل اسلامي او ملي مسولیت ترسره کوي .
وروسته دیادو پروژو تړون لیکونه دولایت دمقام او شوراګانو ترمنځ لاسلیک شول.
دیادونې وړ چې په دغه پروژو کې پلچکونه، واړه پلونه،دساتنې دیوالونه او ګودرونه شامل دي چې د انکشافي شوراګانو لخوا به تطبیق شي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه