طالبانو د ميدان وردګو ولايت په جلريز او مركز ولسواليو كې دولتي اوغير دولتي مامورين له دندو منع كړي.
دمیدان وردګوولايت دجلريزاومركزولسواليوپه اړوندوسيموكي طالبانودشپې پاڼوله لارې هغوكسانوته ددندودپريښودوخبرداری وركړی ، كوم چې همدااوس په دولتي اوغيردولتي ادارواوموسساتوكې په دندوبوخت دي .
طالبانوله دولتي اوغيردولتي مامورينوڅخه په ټينګه غوښتنه كړې چې خپلې دندې پريږدي اوكه څوك سرغړونه وكړي نوسخته سزابه وويني ، پدغوشپې پاڼوكې يوازې هغوكسانوته په مشروط ډول ددندوددوام سپارښتنه شوې چې همدااوس په كلينيكونواوليسوكې دډاكټراوښوونكي په توګه دنده ترسره كوي ، طالبانوله ښوونكوڅخه غوښتنه كړې چې په هيڅ سيميناركې ګډون نشي كولای اونه هم دخپلو معاشونو د اخيستلولپاره ميدان ښارته تللی شي يوازې دښوونځيومديران اړدي چې ددوی معاشونه ورته راوړي .
په دغو پاڼو كې داهم ويل شوي چې طالبانو يو شمير جاسوسان په ګوته كړي چې پخپله سزابه ورسيږي اوله ديني علماوو څخه هم په كلكه غوښتنه شوې چې په جوماتونوكې دې ماشومانو ته ديني ښوونه پيل كړي.
طالبان دميدان وردګوولايت دجلريزاومركزپه ولسواليوكې دخپل ډول دغه لومړنۍ شپې پاڼې پداسې وخت كې خپروي چې دوه كاله وړاندې يې دنرخ په ولسوالۍ كې يوازې هغه كسان له دندې بندكړي وه ، چا چې په امنيتي ارګانونوكې دنده ترسره كوله او ملكي مامورينو( انجنيرانو، ډاكټرانواوښوونكو) ته يې ډاډوركړی وه ، چې پرته له ويرې خپلودندوته دوام وركړي اوكه چاورته آزاروركړ نودطالبانوله مشرانوسره دې اړيكه ونيسي .
دطالبانوددغه خبرداري په اړه تراوسه دميدان وردګوولايت اړوندوچارواكو څه ندي ويلي .