په كابل كې خپريدونكو ورځپاڼو نن هم تر ډيره خپل مطالب د افغانستان د انتخاباتو په اړه روانو بخثونو او د هيواد روانو امنيتي حالاتو ته ځانګړې كړي.
په كابل كې د ازادۍ راډيو خبريال حميد مهمند دا ورځپاڼې لوستي او په لاندني مطلب كې يى رانغاړلي دي.
ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په سر كې د افغانستان په روان حالت تبصره كړې او د ناټو د عمومي منشي په حواله يي ليكلې، چې په دغه هيواد كې نوى ستراتيژۍ او د حالاتو بدلون ته اړتيا ده.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې بيا په افغانستان كې د امريكا او ناټو د ماتې په ټكلونو بحث كړې او دا خبردارې وركړې كه چيرې دوى له افغانستان څخه د ماتې په حالت كې وځي نو نه به ناټو ته د يو لوى پوځي تړون حيثيت پاتې شي او نه امريكا بيا د نړۍ د ټيكيدارۍ دعوه دار پاتې شي.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې د نيمروز ولايت وروستيو پيښو ته كتنه كړې او د ځايي چارواكو په حواله يي ليكلي، چې دغه ولايت ته ځان وژونكي له ايرانه استول كيږي.
ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرليك كې دا خبر وركړې، چې امريكايي ځواكونه د پاكستان په بلوچستان ايالت كې د طالبانو د مشرتابه پر خلاف عمليات كوي.
هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ يو سرليك له افغان ولسمشر حامد كرزي سره د پاكستان د لوى درستيز ليدنې ته ځانګړې شوې او ليكل شوي،چې پدې ليدنه كې د ترورزم په خلاف د مبارزې لپاره پر سيمه ايزې همكارۍ ټينګار وشو.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې بيا هم د افغانستان په سږنيو انتخاباتو تبصره كړې او هغه په خورا سختو شرايطو كې ډير ملي انتخابات بللي دي.
په ورځپاڼه كې د كوكنارو د كښت په خلاف روانې مبارزې ته هم كتنه شوې او ليكل شوي، چې ددې مبارزې غوره لاره له بزګرانو سره مخامخ مرسته ده.
راه نجات:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا له افغانستان څخه د امريكايي او ناټو ځواكونو د وتلو په امكان تبصره كړې او ليكلي، چې دا كار به يو ناورين رامنځ ته كړي، ځكه د ورځپاڼې په وينا روسيه به د طالبانو له يو پياوړې شوي غورځنګ له ګواښ سره مخ شي.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو د زياتولو په مسالې تبصره كړې او د افغان ولسمشر د وياند په حواله يي ليكلي، چې ددوى اصلي غوښتنه د عامو افغانانو د ژوند خوندي كول دي.
په ورځپاڼه كې هيواد ته د كډوالو د بيرته راستنيدو بهير ته هم كتنه شوې او د كډوالو د چارو د مرستيال وزير په حواله ليكل شوي، چې په هيواد كې د كاري امكاناتو د كمښت له امله د كډوالو د بيرته ستنيدو بهير ټكنى شوې.
اصلاح او انيس:
دې دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سيمې روان حالات څيړلي او پدې اړه يي بيلابيل مطالب خپاره كړيدي.
انيس پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې تيرو اته كلنو پيښو ته په اشارې د امريكا په نوې ستراتيژى بحث كړې او غوښتي دي، چې پدې ستراتيژۍ كې د سيمه ايزې همكارۍ اهميت ته پام وشي.
خو اصلاح بيا پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د وضعې د بدلون لپاره د ګاونډيو هيوادونو په سياست كې د بدلون په اړتيا ټينګار كړې دې.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه