ناټو وايي چي د فراه ولايت د شيون سيمه يې له طالبانو پاکه کړېده ، دا خبره لراوبر ته د ناټو د مرکزي دفتر لخوا په رسيدلې خبرپاڼه کي سوې ده .
په خبرپاڼه کي چي تازه رارسيدلې ده ويل سوي دي چي پنځه سوه په شمير افغان ملي اردو د لومړي او شپږم کنډک او د ناټو ځواکونو سرتيرو د فراه ولايت د شيون په سيمه کي پرون دوشنبې له طالبانو څخه د سيمي د پاکولو په نيت پوځي عمليات پيل کړل ..
په خبرپاڼه کي ليکل سوي چي د ۱۲ ساعته درنې جګړې په ترڅ کي زيات شمير طالبان ووژل سول ، په خبرپانه کي د وژل سوو طالبانو شمير نه دی روښانه سوی خو دا ويل سوي دي چي د طالبانو لخوا پر دوی د کلاشينکوف ، راکيټ او نورو سپکو او درندو وسلو بريدونه وسوه چي ددوی لخوا هم ددوی لخوا هم دسپکو او درندو وسلو تر څنګ په هوايي ځواک سره جواب ورکړه سو ، په خبرپاڼه کي ويل سوي چي په دغه ۱۲ ساعته درنه جګړه کي افغان ملي اردو او د ناټو سرتيري نه دي وژل سوي ، خود ملکي وګړو د مرګ ژوبلي په اړه څه نه دي ويل سوي ، خو معمولآ دناټو او ايتلاف لخوا په دغسي هوايي بريدونو کي زيات شمير ملکي وګړي وژل کيږي .