کور / تازه خبرونه / ميوند : د هرات -کابل ۳۰۳ بس د ښخ سوي ماين ښکار سو

ميوند : د هرات -کابل ۳۰۳ بس د ښخ سوي ماين ښکار سو

د کندهار په ميوند ولسوالۍ كي د ملكي خلكو پر ۳۰۳ موټر باندي د چاودني له امله (۲۷) تنو ته مرګ ژوبله واوښته .

داپيښه نن سهار مهال د كندهار د ميوند ولسوالۍ د شيرعلي كاريز په سيمه كي رامنځ ته سوه ، دسړك د غاړي ماين پرهغه مسافروړونكي دري سوه دري بس موټر باندي وچاوديدئ چي له هرات څخه كابل ته د تلو په حال كي و ، ولايتي مسولين وايي چي په دي پيښه كي دوولس (۱۲) تنه په شهادت رسيدلي چي زيات شمير يي ښځي او كوچنيان دي او دغه راز پنځلس (۱۵) تنه ټپيان سوي دي ، په هغه مطبوعاتي اعلاميه كي چي د كندهار ولايت مقام لخوا خپره سوي ده ويل سوي چي د پيښي ټپيان يوشميردملي اردو او ملي پوليسو لخوا د شخصي وسايطو په واسطه دكندهار ميرويس روغتون ته رسول سوي او يو شميرنور چي روغتيايي حالت يي شديد و د ايساف ځواكونو لخوا د هيلي كوپټرو په واسطه هغوي خپل روغتون ته رسولي دي .

ولايت مقام په خپله خبرپاڼه كي ليكلي چي تيره ورځ هم په ميوند ولسوالۍ كي ورته پيښه سوي وه ، دخبرپاڼي د معلوماتو له مخي دميوند ولسوالۍ دتورو په سيمه كي پر يوه سراچه موټر باندي دسړك دغاړي ماين وچاوديدي چي له امله يي ديوي ښځي په ګډون دري تنه شهيدان سول او دوه نور ټپيان سول .

سيميز مقامات وايي چي د نننۍ پيښي دوولس تنه ټپيان د كندهار ميرويس روغتون ته انتقال سوي او دري نور د ايساف ځواكونو لخوا دهغوي روغتون ته وړل سويدي .

دكندهار ولايت مقام دغه پيښه په سختو ټكو سره غندلي او ويلي يي دي چي دا كار دانسانيت او اسلاميت خلاف عمل دي ، ولايت مقام دپيښي سخته غندنه كړي او دپيښي عاملين يي هغه كسان بللي چي له انساني كرامت څخه ناخبره دي ، همدارنګه په خپره سوي اعلاميه كي دلوي خداي (ج) څخه شهيدانو ته د فردوس جنت او ټپيانو ته د عاجلي شفا غوښتنه سوي او همدارنګه يي د هغوي كورنيو ته د تسليت مراتب وړاندي كړيدي.

دولايت مقام څخه په خپره سوي خبرپاڼه كي داسي ويل سوي چي د دغو دواړو پيښو له امله پنځلس (۱۵) تنه ملكي خلك چي په هغو كي زياته شميره ښځي او ماشومان دي پرون او نن په شهادت رسيدلي او اوه لس (۱۷) نور ټپيان سويدي .

د يادوني وړ ده د ايساف ځواكونو هم پردي پيښه سخته خواشيني وښوده او ددي كړني غندنه يي وكړه ، ايساف ځواكونو ويلي چي دوي به د ټپيانو په درملنه كي پوره ونډه واخلي .