کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

په كابل كې د خپريدونكو ورځپاڼو ننني غټ سرليكونه بيا هم د افغانستان انتخاباتو او د افغانستان د روانې وضعې په اړه د لويديځو كړيو انديښنو ته ځانګړي شوي.

په كابل كې د ازادۍ راډيو خبريال حميد مهمند دا ورځپاڼې لوستي او په لاندني مطلب كې يى رانغاړلي دي.

ويسا:

دې خپلواكې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په سر كې د باوري سرچينو په حواله دا خبر وركړې، چې د اروپايي څارونكو د ډلې مشر فليپ موريون له افغانستان څخه وتلې دې.

ورځپاڼې په دوام كې د جمهوري رياست د يو كانديد رمضان بشردوست په حواله ليكلي، چې پرون لوى څارنوالۍ د نوموړي په د افغانستان د بهرنيو او كورنيو چارو وزارتونو او د ملي امنيت عمومي رياست ته يو ليك استولې.

ورځپاڼې وړاندې ليكلي، كه جنرال موريون له افغانستان نه وتلې وي نو د انټرپول پوليسو له لارې به بيرته افغانستان ته راوستلې شي څو د درغليو د ادعا په اړه اسناد وړاندې كړي.

ورځپاڼې په افغانستان كې د انتخاباتو په اړه په يو بل مطلب كې د امريكا او د ناټو د غړو هيوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو په حواله ليكلي، كه د افغانستان انتخابات دوهم پړاو ته هم وغزولې شي بيا هم حامد كرزى د انتخاباتو ګټونكې دې.

خو ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې د جوزجان، كاپيسا او پكتيا ولايتونو د خلكو دا وينا راخستې، چې انتخابات بايد دوهم پړاو ته ولاړنشي، ځكه ددوى په وينا ځينې كانديدان د كرزي برې نشي زغملې او اوس غواړي خلك راپاروي او په هيواد كې د جنګ اور ته لمن ووهي.

هيواد:

دې دولتي ورځپاڼې داځلې پخپله سرمقاله كې د افغانستان او جرمني انتخابات پخپله كې پرتله كړي او ليكلي، چې په جرمني كې د انتخاباتو بهير ډير ژر پاې ته ورسيد خو په افغانستان كې سره له دې، چې له انتخاباتو له يوې مياشتې زيات وخت تيريږي خو لاهم خلك د وروستيو نتايجو په تمه دي.

ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې بيا د پكتيا د خلكو دا خبردارې راخستې، چې ويلي، كه چيرې انتخابات دوهم پړاو ته ولاړشي دوى به پكې ګډون ونكړي.

دې ورځپاڼې هم د امريكا ددفاع د وزير په وروستيو څرګندونو تبصره كړې او د هغه په حواله يۍ ليكلي، چې له افغانستان څخه د ځواكونو ويستل به يوه ستراتيژيكه تيروتنه وي.

راه نجات:

دې نا دولتي ورځپاڼې بيا د افغانستان د روان امنيتي حالت په اړه په يو مطلب كې د بهرنيو چارو د وزير په حواله ليكلي، چې په هيواد كې د ثبات د ټينګښت لپاره د ملي اردو او پوليسو پياړې كولو ته اړتيا ده.

ورځپاڼې په يو بل مطلب كې د امريكا ددفاع د وزير په وروستيو څرګندونو تبصره كړې او په افغانستان كې د امريكا مامويت ته په اشارې د رابرټ ګيټس په حواله ليكلي، چې په افغانستان كې د امريكا ماتې به يو ناورين وي.

ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې په كابل كې د ښارګوټو د جوړلو روان بهير ته هم كتنه كړې او د كابل ښاروال په حواله يى ليكلي، چې په جوړو شويو يوديرشو ښارګوټو كې يوازې څلور يى قانوني جواز لري.

اصلاح او انيس:

دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې روان حالات څيړلي او بيلابيل مطالب يى پرى خپاره كړيدي.

انيس بيا پخپله سرمقاله كې د افغانستان روان انتخابات له تيرو انتخاباتو سره پرتله كړي او ليكلي، چې ددوى په منځ د امنيت او د خلكو د مشاركت په برخه كې زيات توپير موجود وو.

خو اصلاح بيا پخپله سرمقاله كې دا سپارښتنه كړې، چې ولس بايد د توطيو په وړاندې بې تفاونه پاتې نه شي.

هشت صبح:

دې نا دولتي ورځپاڼې بيا پخپله سرمقاله كې د افغانستان د روانې وضعې په اړه د ځينو لويديځو هيوادونو انديښنو ته په اشارې دا ويره څرګنده كړې، چې ممكن امريكا په افغانستان كې يوازې پاتې شي.

ورځپاڼې پخپل يو څيړنيز مطلب كې له ولسمشر كرزي نه د امريكا او د هغه د متحدينو د ملاتړ يادونه كړې او ليكلي، چې دغو هيوادونو تمه ښودلې، چې ولسمشر كرزې د راتلونكې پنځه كلنې دورې لپاره په واك كې پاتې شي.

ورځپاڼې بيا د ولايتي شوراګانو په انتخاباتو كې هم د درغليو په اړه د يو شمير كانديدانو شكايتونه راخستي دي.