کور / تازه خبرونه / پکتیا : ۳۸ کیلومتره نوی سړک جوريږي

پکتیا : ۳۸ کیلومتره نوی سړک جوريږي

د پکتيا ولايت چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د ٣٨ کيلومتر نوي سړک د جوړيدو چارې پرون د تلي په شپږمه پيل شوې.

دغه سړک د پکتيا د وزې ځدراڼ ولسوالۍ څخه تر سيدکرم ولسوالۍ پورې جوړېږي چې په جوړيدو سره به يې پنځه ولسوالۍ يو له بل سره ونښلي.

د پکتيا مرستيال والي عبدالرحمان منګل وويل چې يادشوې سړک ٣٨ کيلومتره اوږدوالى او ٧ متره سور لري چې په پاخه اواساسي ډول به جوړ شي.

نوموړي زياته کړه چې په دې سړک به ١٠.٧ مليونه امريکايي ډالر لګښت راشي چې په پکتيا کې د مېشتې پي ارټي ډلې له خوا ورکول کېږي.

ده وويل چې د سړک د جوړيدو چارې يوه افغاني شرکت ته سپارل شوې او کار به يې په يو کال کې بشپړ شي .

د پکتيا اوسېدونکي وايي چې که دا سړک جوړ شي نو د دوى تراسپورتي ستونزې تر ډيره حده راکمې شي.
دا په داسې حال کې ده چې تېرکال د پکتيا چارواکو ويلي وو چې په د راتلونکي کال په اوږدو کې به ټول ټال ٤٠٢ کيلومتره سړکونه د پکتيا په بيلا بيلو برخو کې جوړ شي.