دسولی نړيوالى ورځى په مناسبت د هرات ولايت د ښوونځيو د زده كوونكو ترمنځ سپورتي سيالۍ نن د ميزان په ۶ مه دنوموړى ولايت په ملي جمنازيوم كى د نسوان جبرئيل او نسوان ګوهر شاد بيګم ليسو ترمنځ د واليبال سيالۍ ترسره شوې چې په دغو سياليو كې د ګوهر شاد بيګم ليسې مقابل لورې ته ۲ د يو په مقابل كې ماتې وركړه.
د يادونى وړده چى نوموړى سيالى د هرات ولايت دپوهنى رياست په نوښت او ديونيسف موسسى په مالى لګښت په لاره اچول شوى وه چى دسيالى په پاي كى د دواړو ټيمونو ۲۴ تنو ګدون كوونكو ته ديونيسف اداري لخوا ورزشى كپونه ، جامى او تقدير نامى توزيع شول.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه