کور / تازه خبرونه / زابل : د څلورو ښوونځيو د ودانيو د جوړيدو چاري پيل شوې

زابل : د څلورو ښوونځيو د ودانيو د جوړيدو چاري پيل شوې

د زابل د شهرصفا په ولسوالۍ كې نن د تلې په ۶مه د هغو څلورو ابتدائيه ښوونځيو لپاره د ودانيو د جوړيدو چاري پيل شوې چې تر دې وړاندې يې تر خيمو او ونو لاندې علم زده كاوه.

د دغو ښوونځيو ودانۍ چې د رغيدو مالي لګښت يې د يونيسف لخوا وركول كيږي په هغه غونډه كې يې د بنسټ ډبرې كيښودل شوې چې پكې د شهر صفا ولسوال د پوهنې مسؤولينو او لسګونو قومي مخورو او سپين ږيرو ګډون كړى وو.

دغه ښوونځي چې په پام كې ده په نيږدې څو مياشتو كې يې د ودانيو د رغونې چارې هم بشپړې شي په هغو درى – درى جريبه ځمكو كې جوړيږي چې د ځايي خلكو لخوا د پوهنې رياست ته وركړل شوې دي.

دغه ودانۍ چې د الكوزي، مليزايي، سنجت او كټه زايي د ښوونځيو لپاره به ورغول شي، هره يوه به يې پر څلورو درسي او يوه اداري خونه سربيره يوه تحويلخانه او د څښاك د اوبو څاه هم ولري، او په هره ودانۍ به ۵۰۰۰۰ زره امريكايي ډالره لګښت راشي.

هيره دې نه وي چې دغه ودانۍ په پاخه ډول په يوه- يوه پوړ كې جوړيږي او په يوه وخت كې به ۲۰۰ تنه زده كوونكي ځايولٰى شي.

د يو بل خبر له مخي دنړيوال خوراکی سازمان لخوا د دایکندی ولایت دزده كوونكو سره مرسته وشوه

د نړيوال خوراکی سازمان لخوا د دایکندی ولایت دمرکز دښوونځيو زده کوونکو سره دغنمو مرسته وکړه.

ديادونی وړده چی یادشوی غنم به د دایکندی ولايت دمركز اړونده ښوونځيو زده كوونكوته 50 کیلو گرامه دمهال ويش سره سم دټاكل شوى هيئت په وړاندى توزيع شى.